نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۲۲, یکشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۵۵۳م کال پر همدې ورځ میرمن، جین ګرې، د خیانت له امله د محکمې سره مخامخ شوه. هغه یواځې د ۹ ورځو لپاره د انګلستان ملکه وه.
د ۱۸۸۱م کال پر ننې ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر، جیمز ګارفیلډ، د ترور په تور د ، چارلس ګویټو، محکمه پیل شوه.
د ۱۹۱۳م کال پر همدغه ورځ ترکیې او یونان د سولې تړون لاسلیک کړ.
د ۱۹۴۰م کال د نومبر د میاشتې په ۱۳مه نیټه په دوهمه نړیواله جګړه کې الماني الوتکو د انګلستان د، کاونتري، ښار زیاتره برخه ویجاړه کړه.
د ۱۹۴۲م کال پر همدغه ورځ برتانوي ځواکونو په دوهمه نړیواله جګړه د لیبیا طبرق لاندې کړ.
د ۱۹۴۵م کال پر همدې ورځ، احمد سوکارنو، د انډونیزیا د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ۱۹۵۰م کال پر ننې ورځ تبت د ملګرو ملتونو څخه د چین د مداخلې په اړه د مرستې غوښتنه وکړه.
د ۱۹۶۸م کال د نومبر د میاشتې پر ۱۳مه نیټه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، ذوالفقار علي بهټو، په دې تور ونیول شو چې د ولسمشر، محمد ایوب خان، د دولت پر ضد د زده کوونکو له لوري تر سره شوې مظاهره د ده په لمسونه شوې وه.
د ۱۹۷۰م کال پر همدې ورځ په سوریه کې د یو خونړۍ کودتاه په ترڅ کې حافظ اسد واک تر لاسه کړ.
آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل