نن په تاریخ کې
۱۳۹۰ آبان ۱۶, دوشنبهپه تاریخ کې د نن ورځې مهمې پیښې:
د ۱۹۵۰م کال پر دغه ورځ د نیپال پاچا د دغه هیواد د لمړي وزیر له خوا له خپلې واکمنې ګوښه کړای شو. د هغه پر ځای د هغه ۳ کلن لمسی واکمن وټاکل شو.
د ۱۹۵۶م کال پر ننې ورځ برتانیې او فرانسې په مصر کې د ډزبندی اعلان وکړ، خو برتانیې وویل چې دوې به یواځې هغه خپل پوځونه له مصر څخه راوباسي کله چې د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځواکونه راورسیږي.
د ۱۹۷۲م کال د نومبر په ۷مه نیټه، ریچارډ ایم نیکسون، یو ځل بیا د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
د ۱۹۸۷م کال پر دغه ورځ د تونس ولسمشر، حبیب بورقیبه، د لمړي وزیر له خوا له خپلې دندې په دې دلیل لیری کړای شو، چې هغه نور بیخي بوډا شوی. په دغه وخت کې د هغه عمر ۸۴ کاله ؤ.
د ۱۹۸۸م کال پر ننې ورځ په چین کې یوې زورورې زلزلې ۶۰۰ تنه انسانان ووژل.
د ۱۹۹۱م کال پر همدې ورځ د باسکیټبال د لوبې تکړه لوبغاړي، میجک جانسن، اعلان وکړ چې هغه د ایډز په ناروغې اخته دی، او د دغې لوبې څخه یې خپل تقاوت اعلان کړ.
د ۱۹۹۲م کال د نومبر د میاشتې په ۷ نیټه د اردن پاچا، حسین، د عراق خلکو ته وویل چې اوس وخت را رسیدلې چې د صدام حسین، رژیم ته د پای ټکی کیښودل شي.
د ۱۹۹۶م کال پر همدې ورځ د نایجریا د ختیځ، لاګوس، په څنډه کې د نایجریا یوه الوتکه په یوه جبه کې راولویده، چې په کې سپاره ټول۱۴۱ تنه ووژل شول.
د ۲۰۰۱م کال د نومبر د میاشتې په ۷مه نیټه د طالبانو مخالفې ډلې د افغانستان په شمال کې د بریاوو ادعا وکړه او ویویل چې اوس د مزار شریف ښار ته په څو کلومیترې کې پراته دي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل