نن په تاريخ کي
۱۳۹۰ مهر ۱۵, جمعهپه تاريخ کي د نن ورځي مهمي پيښي:
د ۱۸۷۹ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۷ نېټه انګلستان افغانستان اشغال کړی.
د ۱۹۴۹ ميلادي کال په دغه ورځ په شرقي آلمان کي د آلمان ديموکراتيک جمهوريت جوړ سو.
د ۱۹۶۳ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر اوومه نېټه د امريکا متحده ايالاتو د وخت ولسمشر د فرانسي او پخواني شوروي اتحاد د وخت له حکومتونو سره د اټومي وسلو د ازموينو د بندولو پريکړه لاسليک کړه.
د ۱۹۷۵ ميلادي کال په دغه ورځ د وخت شوروي اتحاد او شرقي آلمان ددوو اړخيزو همکاريو معاهده لاسليک کړه.
د ۱۹۷۲ کال په دغه ورځ د مصر د وخت د ولسمشر معاون د وژل سوي انور سادات پر ځای نوماند سو.
د ۱۹۸۹ کال د اکتوبر د مياشتي پر اوومه نېټه د هنکرۍ کمونيست گوند پر مارکسيزم نيوکي وکړې.
د ۱۹۹۳ ميلادي کال په دغه ورځ د افريقا د ملي کانګرس مشر، نيلسن منديلا، او د جنوبي افريقا ولسمشر، دي کلرک، ته د نوبل د سولي جايزه ورکړل سوه.
د ۲۰۰۱ ميلادي کال د اکتوبر د مياشتي پر ۷ نېټه د امريکا متحده ايالاتو او برتانيې په افغانستان کي پوځي عمليات پيل کړل، تر څو د وخت د طالبانو حکومت چي نړۍ ته يي د اسامه بن لادن د سپارلو څخه ډډه کړې ول، ړنګ کړي.
د ۲۰۰۶ ميلادي کال په دغه ورځ په فرانسه کي د وژل سويو ژورنالستانو يادګاری څلی پرانستل سو. په همدي ورځ دوه ژورناليستان په افغانستان او يو بل په روسيه کي ووژل سول.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي: نجيب الله زيارمل