1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دين

نن په برلين کې د اسلام- کنفرانس دویمه ورځ ده

۱۳۹۷ آذر ۸, پنجشنبه

په برلين کې د اسلام کنفرانس په ترڅ کې د جوماتونو د تمويل او په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو د ادغام پر موضاعاتو بحث وشو. د آلمان د کورنیو چارو وزیر د مسلمانانو د ادغام د یوه نوي پروګرام د پیلدو خبر هم ورکړ.

https://p.dw.com/p/39854
Deutsche Islam-Konferenz 2018
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

دولس کاله مخکې په لومړي ځل د آلمان حکومت د «اسلام – کنفرانس» تر عنوان لاندې غونډه جوړه کړه. تر شل میاشتني ځنډ وروسته، د چهارشنبې په ورځ د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر په برلين کې د دې کنفرانس څلورم دور پرانیست. د دې کنفرانس اساسي موضوع د آلمان په ټولنه کې د شاوخوا څلورنیم میلیونه مسلمانانو بهتره ادغام دی..

زیهوفر د «اسلام- کنفرانس» د پرانیستې په غونډه کې په آلمان کې د مسلمانانو پر حقونو او مسئولیتونو ټینګار وکړ. زیهوفر وویل چې «مسلمانان په آلمان پورې مربوط دي». زیهوفر وویل چې دوی لکه د آلمان د نورو اتباعو په څیر د مساوي حقونو او مسئولیتونو درلودونکي دي «په دې کې هیڅ شک نشتته».

د آلمان د کورنیو چارو وزیر له دې خبرې سره خپلې هغې څرګندونې ته اشاره وکړه چې د کورنیو چارو وزیر په توګه د دندې د سمبالو په لومړیو وختونو کې یې کړې وه چې «اسلام په آلمان پورې مربوط نه دی». که څه هم هغه دا جمله بیا تکرار نه کړه، خو سمدستي یې د آلمان یهودي او عیسوي پسمنظر ته اشاره وکړه.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر له پاره اساسي پوښتنه دا وه چې هغه اسلام چې په آلماني ټولنه کې ريښې لري، څنګه کیدای شي په آلمان کې ترویج شي او پرمختګ ورته ورکړل شي.

Deutsche Islam-Konferenz 2018
د آلمان په پلازمېنه برلين کې د اسلام کنفرانس په ترڅ کې د جوماتونو د تمويل او په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو د ادغام پر موضاعاتو بحث وشو.انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

په دې کنفرانس کې د سیکولار مسلمانانو په استازېتوب د اسلام پالنۍ اړوندو مسائلو کارپوه او روان پیژندونکي احمد منصور وویل: «سلام که آلمانی، اروپایې او یا لیبرال وي، ماته دومره مهمه نه ده. مهمه دا ده چې موږ په آلمان کې د اوسیدونکو مسلمانانو د راتلونکو نسلونو له پاره د یو محافظه پاله اسلام بديل رامنځته کړای شو او تر ټولو په لومړي قدم کې دا امکانات برابر کړو، چې دغه خلک آلمانان، دیموکرات او د آلمان یوه برخه اوسي او په عین وخت کې مسلمان هم وي».

په آلمان کې د سیکولار مسلمانانو دغه استازې زیاته کړه: «له دې ډول څرګندونو څخه هدف دا دی چې په آلمان کې د اسلام په اړه داسي سم درک رامنځ ته شي چې په بهرنیو هیوادونو پورې اړه نه لري. همدا دلیل دی چې د جوماتونو جوړول او نور هر څه په بهرنیو هیوادونو او جوړښتونو پورې اړه لري، چې تل زموږ د اساسي قانون د اصولو مطابق عمل نه کوي».

همدارنګه د آلمان د کورنیو چارو وزیر هم پر خپل دې هدف چې عبارت دی د داخلي جوړښتونو پياوړي کول، څو د ملا امامانو د روزنې له طریقه په آلمان کې پر جوماتونو او د مسلمانانو پر ټولنو د بهرنیو د اغیزو مخه ونیول شي ټینګار وکړ. هغه وویل کیدای شي دا د مسلمانو ټولنو له پاره یو فرصت وي چې ځانونه منظم کړي. زیهوفر زیاته کړه چې آلمان به په دې برخه کې د سرپرست او لارښود رول ونه لري، خو د آلماني امامانو په روزنه کې دلچسپي لري.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر «جوماتونه د ادغام له پاره» تر عنوان لاندې د یوه پروګرام د پيلیدو اعلان هم وکړ. د دې پروګرام په ترڅ کې به په آلماني ټولنه کې د مسلمانانو د ادغام په برخه کې له دوی سره مرسته وشي. هغه وویل چې د دې پروګرام له پاره بودیجه ځانګړې شوې ده، خو دا یې ونه ویل چې پر دې پروګرام به څومره لګښت وشي.