نن د روژی په پاې کې مسلمانان اختر لمانځي
۱۳۹۰ شهریور ۸, سهشنبهمسلمانان د روژی د میاشتی په پای کی کوچنی اختر لمانځي. په اسلامی نړی کی دری ورځي رخصتی وی. په حقیقت کی دا د ډیرو مسلمانانو لپاره د کورنی د غړو د لیدنو کتنو، د راشه درشه او یو بل سره د پخلاینی اختر دی.
د اختر د لمانځنی لپاره څو ورځي مخکی تیاری نیول کیږی. او
څو ورځې وړاندې ټول ښار له هغو اوسیدونکو څخه ډک وي چې د اختر په سوداوو پسې راوتلي دي. څوک د جامو پوښتنه کوي، څوک وچې میوې او کلچې رانیسی او ځينې یې هم خپلو ماشومانو ته جامی خوښوي.
د کابل ولایت یو اوسیدونکی نورګل وايي چې افغانان په اخترونو کې ډیر دودونه لري چې یو یې هم، کورنیو ته د نویو جامو اخیستل دي: «مونږ اختر ته تیاري نیسو او باید کورنۍ ته نوي کالي جوړ کړو.»
د اختر په لومړۍ ورځ، ټول سهار وختي پاسیږي، د اختر لمانځه ته تیاری نیسي او په خوشبوی لرونکو عطرونه او نویو جامو ځانونه سینګاروي.
نورګل وایی: «سهار چې له خوبه راپاسیږو نو آوازه د اختر وي او کلیوال ټول جومات کې راټولیږي ، سهار چای په مسجد کې څښکو ، بعد له دې نه بیا چې نهه یا نهه نیمې بجې د اختر لمونځ کوو.»
پس له لمانځه نه، اختر ځانته رسمي بڼه غوره کوي. په لوګر ولایت کې یو دود دی، کله چې د کلي نارینه د اختر لمانځه څخه وروسته یو بل ته د اختر مبارکي ووایي نو د خوړلو لپاره د یو بل کورونو ته ځي.
نورګل اختر ته ډیر خوشحاله وی: «مونږه د اختر ورځو کې خپل دوستانو ته ورځو ، خصوصا چا کره چې غم شوی وي . بیا ګاونډیانو سره اختر مبارکي کوو . بیا خپل کور ته راځو ځکه دوستان او خپلوان راځي . زمونږه پښتنو همدغه عنعنات دی»
ځینې وايي، په دغو ورځو کې هڅه کیږي چې د خپلو ګاونډیانو څخه هم بې خبره پاتې نشي او تر خپلې وسې پورې بې وزلو سره مرسته وکړي.
د اختر ورځې له هر چا څخه زیاتې، د ماشومانو لپاره ځانګړې ورځې دي. دوی هم له خپلې خوښې سره سم، اختر لمانځي او خوند ترې اخلي.
د آلمان غږ راډیو ته کوچنی رحیم الله چی د لوګر له ولایت څخه دی وویل: « اختر کې اول عمه ګانو او خالګانو کره ځو . بیا ټول ملګري راټولیږي او هګۍ بورد او چارمغز بورد کوو. مشرانو څخه هم عیدي اخلو»
په افغانستان کی د اختر د لمانځلو لپاره خاص تدابیر امینتی تدابیر نیول شوی دی. د امنیتي چارواکو په خبره کابو ۱۳۰۰۰ امنیتي کارکونکي لکه پولیس، ملي اردو او ملي امنیت، یوازې په کابل کې د اختر ځانګړو ورځو د امنیت ساتلو لپاره ګمارل شوي او خلکو ته د امنیت په برخه کې ښه ډاډ ورکول کیږي.
لوګر/ فرهاد محمدي
کتونکی: عبدالباری حکیم