1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

نظر پوښتنه: په اوکراین او غزه کې جګړې به ۲۰۲۴کې پای ونه مومي

۱۴۰۲ دی ۱۱, دوشنبه

يوه نظر پوښتنه ښيي چې اکثریت آلمانان تمه نه لري چې په اوکراین او غزه کې روانې جګړې دې د ۲۰۲۴م کال تر پای مخکې پای ته ورسیږي. کیف وايي روسیې د نوي کال په شپه پر اوکراین د ريکارډ په کچه د ډرون حملې کړي دي.

https://p.dw.com/p/4alXX
Gazastreifen Beschuss durch Israel
انځور: Menahem Kahana/AFP/Getty Images

په اوکراین او غزه کې د روانو جګړو په هکله نظرپوښتنه د آلمان خبري آژانس له خوا د يوګوف په نوم د افکارو د لټون انستيتيوت ترسره کړې چې ۲۰۹۲ کسانو پکې برخه اخیستې ده.

د نظرپوښتنې ۷۰ سلنه ګډونوال خوشبينه نه دي چې په اوکراین کې دې د روسيې جګړه د ۲۰۲۴م کال تر پای مخکې متوقفه شي. یوازې ۱۵ سلنه ګډونوالو د دغې جګړې پای احتمالي ګڼلی دی. په اوکراین کې د روسيې جګړه چې خپل دوهم کال ته ورنژدې کیږي لا هم په شدت ادامه لري.

که څه هم د اوکراين په پرتله په غزه کې د جګړې د پای له پاره هېلې ېو څه ډېرې دي، خو بیا هم د نظرپوښتنې اکثریت یعنې ۵۲ سلنه ګډونوالو تمه نه ده ښودلې چې دغه جګړه دې د ۲۰۲۴م کال د دسمبر له ۳۱مې مخکې پای ته ورسیږي.

یوازې ۳۲ سلنه ګډونوالو تمه ښودلې او پاتې ۱۶ سلنې نورو مشخص نظر نه دی ورکړی.

 د اوکراین په خارکیف کې د یو هوټل ساختمان چې د روسيي توغندویز برید کط زیانمن شوی دی
د اوکراین په خارکیف کې د یو هوټل ساختمان چې د روسيي توغندویز برید کط زیانمن شوی دیانځور: Vitalii Hnidyi/REUTERS

په غزه کې جګړه د اسرائيل د ځواکونو او حماس ډلې تر منځ روانه ده. وروستۍ جګړه د تېر اکتوبر میاشتې له ۷ راهيسې کله چې حماس پر اسرائيل حمله وکړه پيل شوې ده. حماس د اسرائيل، امريکا متحده ایالاتو، آلمان او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګري ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

اسرائيل وايي حماس د اکتوبر مياشتي ۷مې حمله کې ۱۱۴۰ اسرائيلیان ووژل او په غزه کې د روغتيا وزارت چې د حماس تر ادارې لاندې ده، وايي چې د اسرائيل د ځواکونو په حملو کې تر اوسه ۲۱۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

که څه هم دغه ارقام تائېد کېدای نشي، خو په ټوله کې د ملګرو ملتونو او نورو څارونکو تر اوسه معتبر ګڼلي دي.

په عین وخت کې کيف وايي چې روسيه حتی د نوی کال په شپه هم کرار نه ده ناسته او د نوي کال په شپه ېې پر اوکراین د ریکارډ په کچه یعنې د ۹۰ جنګي ډرونونو حملې کړي دي.

په غزه کې د روغتيا وزارت چې د حماس تر ادارې لاندې ده وايي د اسرائيلي ځواکونو په حملو کې تر اوسه ۲۱۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي
​​​​په غزه کې د روغتيا وزارت چې د حماس تر ادارې لاندې ده وايي د اسرائيلي ځواکونو په حملو کې تر اوسه ۲۱۸۰۰ فلسطینیان وژل شوي ديانځور: SAID KHATIB/AFP/Getty Images

د اوکراین دافع هوا ځواکونو قوماندان، ميکولا اولشچوک، د دوشنبې په ورځ پر ټيلګرام ليکلي چې ۸۷ ډرونونه ويشتل شوي دي. هغه وويل پروسږکال هم د نوي کال په شپه د روسيې ۴۵ جنګي ډرونونه ووېشتل شول، خو سږکال دغه شمېر دوه برابره وو.

د اوديسه مشر اوله کيپر وويل چې په بيګانۍ حملو کې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي. دغه مرګ ژوبله په جنوب کې د تورې بحیرې سيمې په اودیسه کې اوښتې ده. بندري تاسیساتو ته د زیانونو اوښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

روسيې پر اوکراین د ۲۰۲۲م کال د فبرورۍ مياشتي پر ۲۴مه پوځي يرغل وکړ. په دغه جګړه کې تر اوسه له دواړو لورو څخه په لسونو زره عسکر وژل شوي دي. همدارانګه په زرونو اوکرایني ملکيانو هم پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل