نظر پوښتنه: امریکا د 11/9 وروسته ډير لګښت کړی
۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعهد بروکنس د انستیتوت لخوا ترسره شوې نظر پوښتنه ښیې چې ډیری امریکایې وګړي په دې اند دي چې د 11/9 وروسته امریکا په افغانستان او عراق کې لوړ لګښتونه کړي دي.
په دغې نظر پوښتنې کې همداراز راغلي چې امریکایان د خپل د حکومت هغه لګښتونه هم ډیر لوړ ګڼي چې د همکارۍ د ترلاسه کولو تر نوم لاندي یې نورو هیوادونو سره تر سره کړي دي.
د نظر پوښتني یو په لاره اچونکی، شیبلي تیلهامي، وایې چې د امریکایې وګړو په منځ کې داسې یو نظر شته چې هیواد یې سم کارونه ترسره کړي دي خو دوی همداراز دا خبره هم کوي چې امریکا د 2001 کال د پیښو په ځوابې فعالیتونو کې ډیري پیسې لګولي دي.
د نظر پوښتنې پایلې ښیې چې ډیر شمیر امریکایان په دې اند دي چې د 2001 کال د پیښو وروسته د امریکا لخوا لوړ لګښتونه د امریکا په اوسنیو مالي ستونزو کې پیاوړی رول لري.
په نظر پوښتونې کې شاملو ډیر شمیر کسانو ویلي چې امریکا ډيرې پیسې او منابع د عراق په جګړې کې لګولي دي. د عراق څخه وروسته بیا د افغانستان جګړه او ورپسې د امریکا نور لګښتونه یاد شوي دي.
همداراز په نظر پوښتنې کې شاملو 66 سلنه کسانو ویلې چې 2001 کال څخه را په دیخوا په نړی کې د امریکا نفوذ کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې 69 سلنه ګډون کونکو د باراک اوباما له هغي پریکړی سره موافقه کړي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکایې ځواکونو شمیر ټیټیږي او افغانانو ته یې د خپل هیواد امنیتي مسؤلیتونه سپارل کیږي.
د نظر پوښتنې پایلې ښیې چې که څه هم 61 سلنه امریکایان د اسلام څخه ښه انځور نه لري خو بیا هم 55 سلنه یې په دې اند دي چې د 2001 کال د سپتمبر د میاشتې بریدونه د اسلام د لارښونو سره سم کار نه وو.
53 سلنه ګډون کونکو بیا ویلي چې دوی په عربي نړۍ کې د پاڅونونو ملاتړ کوي او غواړي په عربي هیوادونو کې لا دیموکرات او آزاد دولتونه وویني.
د اسرییلو په مسله کې هم 61 سلنه امریکایانو ویلې چې متحده ایالات باید د یو پلو خوا هم ونه نیسي او اسراییل او فلسطین باید په خپله دا ستونزه حل کړي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباری حکیم