1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نتنیاهو په ګولان کې د کورونو نوې سیمه «د ترمپ هسکې» نومولې

۱۳۹۸ خرداد ۲۷, دوشنبه

د اسرائیلو د حکومت کابینې د ګولان له هسکو لېدنه کړې څو د کورونو جوړولو يوه جنجالي يوه پروژه پرانیزي. ولسمشر ترمپ بیا په مارچ میاشت کې په ۱۹۶۷ کال کې له سوریې نیول شوې دغه سیمه د اسرائیلو د برخې په توګه پېژندلې وه.

https://p.dw.com/p/3KZaP
Israel "Trump Heighs" -Zeremonie
انځور: AFP/J. Marey

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د یکشنبې په ورځ د کورونو جوړولو دغه پروژه د ولسمشر ترمپ په نوم کړه. په دې ترتیب به دغه سیمه اوس «د ترمپ هسکې» په نوم یادیږي.

د  دغه پروژې د ترمپ په نوم کولو سره اسرائیل غواړي د نوموړي د هغې پریکړې قدرداني وکړي چې له مخې یې د واشنګټن له خوا د ګولان هسکې د اسرائیل هیواد د برخې په توګه په رسمیت وپیژندل شوې. دا سیمې په ۱۹۶۷ کال کې تر یوې شپږ ورځنۍ جګړې وروسته د اسرائیلو تر کنترول لاندې راغلې. که څه هم نړیواله ټولنه دغه سیمې د اسرائیلو د خاورې برخه نه بولي، خو دې هیواد له کلونو راهیسې پرې خپل کنترول ساتلی دی.

د کورنو په دې پروژه کې اوس څلور کورنۍ اوسیږي. نتنیاهو د یکشنبې په ورځ د کابینې غړو ته چې دې سیمې ته تللي وو، په وینا کې له ترمپ څخه د اسرائیلو د یوه «عظیم دوست» په توګه یاونه وکړه او د ګولان هسکې یې مهمه ستراتیژیکه سرمایه وبلله.

نتنیاهو وویل: «د ګولان هسکې زموږ د هیواد او ټاټوبي یوه نه بېلېدونکې برخه وه او د تل له پاره به همداسې پاتې شي.»

د اسرائیلو د اپوزیسیون غړو تر دې پريکړې سملاسي وروسته پر نتنیاهو باندې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې دا د هغه د حکومت له خوا د ځان د مشهورولو یوه هڅه وه. په اسرائیلو کې اوس یو سرپرست حکومت چارې پر مخ وړې ځکه د نتنیاهو ګوند له اپریل میاشتې راهیسې په دې نه دی توانیدلی چې یو ایتلاف رامنځ ته کړي.

ms/bs (AFP, AP, dpa)

زموږ له آرشيف څخه: