جرمونهآسیا
ناڅرګنده وسله والو په جلال اباد کې یوه پولیسه وژلې ده
۱۴۰۰ فروردین ۱۲, پنجشنبهاعلان
یوې حکومتي سرچینې دویچه ويله ته وویل چې دا پېښه د جلال اباد ښار په دريمه ناحیه کې شوې. سرچینې زیاته کړې، تر پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.
تر اوسه د ننګرهار امنيې قومندانۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا پېښه داسې حال کې کېږي، چې وړمه ورځ په جلال اباد کې وسله والو د پولیو درې کارمنداني هم په ډزو وژلې وې.
د دغو او اوسنۍ پېښي مسؤلیت لا کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.