1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د حقاني د شبکي پیاوړي غړی مو نیولی

۱۳۹۰ مهر ۹, شنبه

په کابل کې میشتو د ایساف ځواکونو د شنبې په ورځ «د اکتوبر په لومړي نیټه» خبر ورکړ چې د حقاني د شبکې یو پیاوړي قوماندان یې نیولی دی. نیول شوی کس د حقاني د ډلي د مشر له نږدي خپلوانو څخه دی

https://p.dw.com/p/12kIk
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: AP

ایساف په یوې بیانې کې ویلې: «امنیتي ځواکونو حاجې مالي خان چې د سراج الدین حقاني او بدرالدین حقاني له نږدي خپلوانو څخه دی او د حقاني د شبکي یو له پیاوړو قومندانانو څخه شمیرل کیږي نیولی دی.»

دغه کس په داسې حال کې نیول کیږي چې متحده ایالاتو په ورستیو ورځو کې پر پاکستان خپل فشار لا پسی ډیر کړی ترڅو د حقاني د شبکي غړي تر تعقیب لاندي ونیسي.

تیره اونۍ د امریکا متحده ایالاتو لوی درستیز، مایک مولن، پر پاکستان تور ولګاوه چې د حقاني د شبکې څخه په افغانستان کې د پټي جګړي د پرمخ بیلو په موخه کار اخلي. مولن د حقاني شبکه د پاکستان د استخباراتي شبکي «واقعی بازو» وبله.

د حقاني شبکه په 1980 مو کلونو کې د جلال الدین حقاني لخوا د روسانو پر وړاندي د جګړي د تر سره کولو په موخه جوړه شوه. په هغه وخت کې دغه سازمان د پاکستان او د امریکا د استخباراتي شبکې څخه مرستې تر لاسه کولي. جلال الدین حقاني اوس د طالبانو د شورا غړی دی او زوی یې چې سراج الدین حقاني نومیږي د حقاني د ډلې مشري کوي.


حاجي مالې خان د سه شنبي په ورځ د پکتیا د ولایت په جاني خیل ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د یوه مشترک عملیات په ترڅ کې نیول شوی دی. د ایساف په بیانې کې راغلې چې مالې خان مسلح وو خو هغه پرته له مقاومت څخه نیول شوی دی.

د ایساف به بیانیې کې راغلي:

«د رپورټونو پر حواله، نیول شوی کس په مستقیمه توګه د سراج الدین حقاني تر نظر لاندي کار کاوه او په افغانستان او پاکستان کې یې د عملیاتو او پایګاوو مدیریت پر غاړه درلود.»

په بیانې کې همدا راز راغلي چې مالې خان تل د حقاني د شبکي په مهمو دندو ګمارل کیده:

«مالې خان خپل ځواکونه له پاکستان څخه افغانستان ته انتقال کړل ترڅو دغلته خپل تروریستي عملیات تر سره کړي. جلال الدین تل مدام مالي خان په مهمو دندو ګماره.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو چې د حقاني له ډلي سره نږدې اړیکې لري د مالي خان نیول کیدل رد کړي. د دغي ډلې یو ویاند، ذبیح الله مجاهد، د رویترز خبري اژانس ته وویل:

«ما همدا اوس د حاجي صاحب سره خبرې وکړي. هغه ښه دی او په یو بل ځای کې دی. هغه نیول شوی نه دی.»

ناټو ویلې دي چې هغوی په روان میلادی کال کې 1300 مظنون جنګیالي او 500 د حقاني قومندانان په 500 عملیاتو کې نیولي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی