1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناروې کې هم د اسلام ضد مظاهرو په ترڅ کې اخ و ډب رامنځته شوی

۱۳۹۹ شهریور ۹, یکشنبه

د ناروې په پلازمېنې کې تشنج هغه وخت زور واخیست کله چې د اسلام ضد مظاهرو په ترڅ کې د قرآن کریم د یوې نخسې پاڼې څیرې کړای شوې. یوه ورځ مخکې تر دې ښي افراطیانو همداسې د اسلام ضد یوه مظاهره په سویډن هیواد کې هم کړې وه.

https://p.dw.com/p/3hlnu
Norwegen Oslo Schießerei in Moschee
انځور: picture-alliance/AP/NTB Scanpix/T. Pedersen

د شنبې په ورځ د ناورې په پلازمېنه اُسلو کې وضعیت هغه وخت مخ پر خرابیدو شو، کله چې د اسلام مخالف مظاهره کونکو د مسلمانانو د مقدس کتاب (قرآن کریم) پاڼې څیرې کړې. پولیسو د دواړو خواو د تيت او پرک کولو له پاره اوښکي بهونکی ګاز استعمال کړ او ۳۰ تنه یې ونیول.

دغه مظاهرې د «سټاپ اسلامائزیشن اف ناروی» یا د ناروې د اسلامي کیدو مخه ونیسئ په نامه د اسلام مخالفې ډلې له خوا د پارلمان ودانۍ ته نږدې په لاره اچول شوې وې.

د آلمان خبري آژانس ډي پي ای په حواله د دې مظاهرې په خلاف هم په لسګونو داسې کسان هلته راټول شوي وو چې په خپلو شعارونو کې یې ویل «زمونږ په کوڅو کې د نژاد پرستانو ګنجایش نشته».

وضعیت هغه وخت له کنتروله ووت کله چې د اسلام مخالفې یوې ښځې د قرآن کریم پاڼې ؤڅیرلې. دغه ښځه مخکې تر دې هم د نفرت انګیزه یا د کرکې پارونکې وینا له امله جریمه شوې وه.

دغې ښځې د مخالفينو په مخاطب کولو سره په پارونکي الفاظو کې وویل «وګورئ، زه اوس ستاسې د قرآن بی حُرمتي کوم.»

تر دې وروسته هلته موجودو کسانو د اسلام مخالفین په هګیو وویشتل او یو شمیر نورو بیا د پولیسو له خوا له ودرول شویو کټارو او خنډونو څخه په تیریدو دې ښځې پورې د ځان رسولو کوښښ هم وکړ.

پولیسو چې کله ولیدل وضعیت له کنترول څخه په وتلو دی، نو د مرچو سپری یې استعمال کړ، او د اسلام ضد دغه مظاهرې یي له وخت څخه مخکې ختم کړې.

د ناورې دولتي تلویزون NRK ویلي دي چې پولیسو ۲۹ تنه نیولي دي چې اکثره په کې د کم عمر درلودونکي کسان دي.

په ناروې کې د اسلام مخالفینو له خوا دغه مظاهره په داسې یو وخت کې شوې چې د جمعې په ورځ د سویډن په مالمو ښار کې یوه ښي اړخي افراطي د قرآن کریم یوې نخسې ته اور اچولی وو.

د مالمو پولیسو د مذهبي کرکې پارونې په تور درې تنه نیولي وو. په دوی کې یو تن د اسلام مخالف سویډنی سیاستوال وو چې هغه بیا بیرته خوشی کړای شو.