1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل: د افغان مهاجرو اخراج به پرته له محدودیته پیل سي

۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل ويلي دي چي د رد سوو افغان مهاجرو اخراج به ښايي بېله خنډه ادامه ولري. هغې زیاته کړې ده چي د بهرنيو چارو د وزارت نوی راپور دې ته لاره هواروي.

https://p.dw.com/p/2z1zW
Deutschland, Berlin:  Bundeskanzlerin Angela Merkel (CDU) beantwortet erstmals im Rahmen einer Fragestunde die Fragen der Abgeordneten
انځور: picture-alliance/M. Sohn

انګلا مېرکل د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جون ۶مه نېټه) د آلمان په مرکزي پارلمان یا بوندستاګ کي وويل چي ښايي د رد سوو افغان پناه غوښتونکو اخراج په راتلونکې کي بېله خنډه دوام وکړي.

مېرکل وويل چي د افغانستان د امنيت په تړاو د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت نوې ارزونه دغه کار ته لاره هواروي. دا په داسي حال کي چي تر اوسه پوري افغانستان ته هغه افغان پناه غوښتونکي بېرته اخراجېدل چي ګواښ پېښوونکي او يا مجرمين او يا د پناه غوښتنې په دوسيه کي له همکارۍ څخه انکار کوونکي کسان ول. خو نور افغان پناه غوښتونکي د پناه غوښتنه د رد کیدو په صورت کې هم نه اخراجېدل او وجه يې د افغانستان خراب امنيتي وضعیت بلل کيده. خو مېرکل بوندستاګ ته وويل: «زموږ په فکر اوس دغه قيد له منځه تللی دی.»

صدراعظمې مېرکل وويل چي د آلمان کابينې د چهارشنبې په ورځ د بهرنيو چارو د وزارت له خوا پر وړاندي سوي راپور جر و بحث وکړ. دغه راپور چي د زيات وخت ځنډ وروسته پکښي د افغانستان امنيتي وضعيت ارزول سوی د پناه غوښتنې سره تړاو لرونکو ادارو لکه بامف او اداري محکمو ته استول سوی دی. مېرکل وويل چي د دغه راپور د بشپړه کېدو وروسته اوس حتمي نه ده چي د افغانانو په اخراج کي هغه قيدونه چي تر مخه موجود ول نور هم پر ځای پاته سي.

هغې وويل چي دغه نوی راپور د تېر راپور په شان بنسټ لري چي پر بنياد يې د ۲۰۱۶ کال په اکتوبر مياشت کي د افغان پناه غوښتونکو د اخراج پېل ممکنه سوی وو. په مخکني راپور کي راغلي ول چي په افغانستان کي ځینې امنې سيمي سته کومو ته چي په ځانګړو مواردو کي د افغان مهاجرو اخراج ممکن دی.

کله چي د کابل په شمول په افغانستان کي لويي چاودنې وسوې نو د ۲۰۱۷ کال په دوبي کي د افغانانو پر اخراج محدوديت رامنځ ته سو او صرف هغه کسان اخراجېدل چي يا خو ورڅخه ګواښ وو او يا هم يې جرمونه کړي ول. خو دغه محدوديت په موقف توګه رامنځ ته سوی وو تر څو چي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د امنيت په تړاو نوې ارزونه او راپور نه وي وړاندي کړی. اوس دغه راپور بشپړ سوی او اړونده ادارو ته لېږل سوی دی.

مېرکل وويل چي د بهرنيو چارو د وزارت د راپور له مخي او د دې حقيقت له مخي چي په کابل کي د آلمان سفارت بېرته په بشپړه توګه خپله دنده تر سره کولای سي نو پر اخراج نور محدوديتونه نه سته. هغې وويل چي د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر، به د آلمان د حکومت دغه دريځ فدرالي حکومتونو ته واستوي چي پر اساس يې د افغان پناه غوښتونکو په تړاو د اخراج فيصلې وکړلای سي.