1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل او ترمپ: ښه رويه خو وېشلي نظريات

۱۳۹۷ اردیبهشت ۸, شنبه

د مېرکل او ترمپ تر منځ کتنه کي خبرې نرمې کېدې خو نظريات سره وېشلي وو. د حاکمې فضا له مخې د مېرکل دغه سفر ښه و، خو هغه چندانې لاسته راوړنې نه لري. دا ځکه چې د نظرياتو اختلافات په اساسي ډول لا وجود لري.

https://p.dw.com/p/2wqGc
USA Washington | Präsident Donald Trump & Angela Merkel, Bundeskanzlerin
انځور: picture-alliance/newscom

تر ټولو مهمې خبرې په لنډه توګه: د تجارتي بيلانس په برخه کې لا اختلافات موجود دي، له ايران سره د اټومي تړون او د ناټو د تمويل په برخه کې هم لا نظريات سره وېشلي دي. دا په داسې حال کې ده چې مېرکل د شمالي او سويلي کوريا تر منځ د نژدېوالي په بهير کې د ترمپ ونډه وستايله. ترمپ هم د تېر کال په پرتله له مېرکل سره ښه چلند وکړ. خو د صدراعظمې مېرکل او د متحده آيالاتو د ولسمشر، دونالد ترمپ، تر مځ کتنې د دواړو هېوادونو تر منځ په ډېر شمېر شخړه يزو ټکو کې چندانې لاسته راوړنې نه دي لرلې. نه له اروپا څخه د متحده آيالاتو له خوا د المونيم او فولادو په سر د تجارتي لانجې، نه له ايران سره د اتومي تړون او نه د ناټو د دفاعي بودجې په برخه کې دغو دواړو مشرانو له دوه ساعته خبرو اترو وروسته کومې دقيقې نتيجې اعلان کړې دي.له دې کبله بايد د مېرکل په خبره اروپايي ټولنه او آلمان د امريکا له متحده آيالاتو سره د سوداګرۍ د منصفانه شرايطو په هکله خبرو اترو ته دوام ورکړي. مېرکل په واشنګټن کې وويل چې آلمان له متحده آيالاتو سره خپل تجارتي مازاد راکم کړی دی. خو هغه د خپلو څرګندونو په حواله تفاهم لري چې دغه ګام به کفايت نه کوي. د می په اوله نېټه د متحده آيالاتو له خوا د فولادو او المونيمو په سر تعرفې لوړيږي چې په هکله يې مېرکل له څه ويلو څخه ډډه وکړه. هغې فقط دومره وويل چې «ولسمشر به په دې هکله پرېکړه کوي.» خو صدراعظمې د امريکا په متحده آيالاتو کې د آلماني شرکتونو ګڼو فعاليتونو ته اشاره وکړه چې له هغه ځايه څخه صادرات کوي. آلمان د دې په قول داسې تجارت غواړي چې د تجارت د نړيوال سازمان يا «ډبل يو ټي او» له مقرراتو سره سمون لري. دا چې دغه سازمان په دې وروستيو کې د لوړې سطحې څو اړخيز تړونونه رامنځ ته کړي نه دي، نو دوه اړخيز تړونونه هم کېدای شي اهميت ولري. 
ترمپ د اروپا پر تجارتي مازاد نيوکه وکړه

ترمپ په سپينه ماڼۍ کې د ګډ مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې يو ځل بيا د اروپايي ټولنې له خوا له متحده آيالاتو سره په کال کې د ۱۵۰ مليارډو ډالرو په مقدار پر تجارتي مازاد انتقاد وکړ. د ده په خبره دی يو منصفانه، او د دواړو لورو پر برابرۍ ولاړ تجارت غواړي. د متحده آيالاتو ولسمشر وويل چې دی په دې اساس غواړي له مېرکل سره خبرې وکړي څو پوه شي چې د متحده آيالاتو له خوا اروپا ته د صادراتو له پاره خنډونه څنګه له منځه تلای شي.

مېرکل د ناټو پر غړو هېوادونو له نيوکو سره تفاهم ښکاره کړ

په ورته وخت صدراعظمې مېرکل دا هم وويل چې د آلمان حکومت غواړي په ۲۰۱۹ کال کې د آلمان دفاعي لګښتونه د هېواد د ناخالص توليد په پرتله ۱،۳ فيصدو ته لوړ کړي. آلمان د هغې په خبره د ترمپ له غوښتنې سره تفاهم لري چې تر ۲۰۲۴ م کال پورې دې دغه لګښتونه د ناخالص داخلي توليد په پرتله دوو فيصدو ته لوړ شي. مېرکل دا هم وويل چې اروپايي ټولنه او آلمان بايد په نړۍ کې زيات مسئوليت ومني او خپل برخليک او خپله آينده هم په خپلو لاسو کې ونيسي. د هغې په وينا د دويم نړيوال جنګ وروسته د هغه حاکم نظام وخت چې له مخې يې اروپا او آلمان په تېره د متحده آيالاتو له ماموريتونو څخه استفاده کړې وه، اوس پای ته رسېدلی دی.

USA Washington | Präsident Donald Trump & Angela Merkel, Bundeskanzlerin
د ترمپ او مېرکل تر منځ د خبرو فضا دوستانه وهانځور: Reuters/K. Lamarque

 

په ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (22.11.2017):