1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې ته د مېرکل وروستی سفر

۱۴۰۰ مهر ۲۵, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې ترکيې ته په خپل وروستي سفر کې د آلمان او ترکيې تر منځ پر نژدې اړيکو ټينګار وکړ. خو بيا هم ډېر اختلافات موجود دي. دواړو مشرانو د افغان کډوالو په هکله هم خبرې وکړې.

https://p.dw.com/p/41msy
Türkei Istanbul Treffen Präsident Erdogan und Kanzlerin Merkel
انځور: Turkish Presidency/AP/picture alliance

انګلا مېرکل او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د آلمان د راتلونکي حکومت او ترکيې تر منځ هم پر نژدې همکارۍ تاکيد وکړ. مېرکل همداراز استانبول ته د سفر پر مهال له اروپايي ټولنې سره د کډوالو د تړون دوام وغوښت چې دې خپله پنځه کاله مخکې پکې مهم نقش لرلی وو. د هغې په خبره ډېره مهمه ده چې اروپايي ټولنه له ترکيې څخه د »غير قانوني کډوالۍ په وړاندې په مبارزه کې« مرسته وکړي او د دې تضمين په راتلونکي کې هم برقراره پاتې شي.

هغې دا هم وويل چې »موږ پوهيږو چې په جيوستراتيژيک لحاظ يو بل ته اړتيا لرو که اوس عمل وکړو او که نه.« د هغې مشوره او باور دا دی چې د هغې د دندې تر پای ته رسېدلو وروسته دې د آلمان نوی حکومت هم له ترکيې سره د اړيکو دغه پېچلتيا درک کړي.

هغې وويل چې سړی بايد يو د بل سره وغږيږي او د بشري حقونو په موضوعګانو کې انتقادونه هم ومني. اردوغان د آلمان تجربه کاره صدراعظمه د يوې »ملګرې« او »محترمې لومړۍ وزيرې« په صفت وستايله چې تل يې »معقول او حل لارې ته متوجه چلن« کړی دی. د هغه په خبره هيله يې دا ده چې له نوي حکومت سره به ښه همکاري همداسې دوام ولري.

Türkei Staatsbesuch l Kanzlerin Merkl trifft Präsident Erdogan in Istanbul
دا ترکيې ته د صدراعظمې په صفت د مېرکل وروستی سفر دیانځور: Ibtahim Mase/DHA

څارونکي په دې اند دي چې د آلمان ممکن سور، زرغون او ژيړ ائتلاف به د ترکيې په وړاندې د مېرکل په نسبت يوه سخته کړنلاره خپله کړي.

د آلماني اتباعو او ترکيې د اپوزيسيون غړو جزايي تعقيب داسې يوه موضوع ده چې تر اوسه پورې توده ده. د سه شنبې په ورځ لا يو کردي ټبره آلمانی په ترکيه کې د تروريزم د تبليغ په تور محکوم شو. د اپوزيسيون بېلابېل سياستوال د کلونو راهيسې په ترکيه کې بنديان دي. مېرکل پر دغو نيونو انتقاد وکړ او ويې ويل چې د بشري حقونو او شخصي آزاديو سلبولو ته په انتقادي سترګه ګوري.

خو مېرکل ترکيه و هم ستايله ځکه چې د پاريس اقليمي تړون يې تصويب کړی دی. د هغې په خبره آلمان غواړي چې له ترکيې سره د چاپېريال دوسته تکنالوژيو په برخه کې مرسته وکړي. تر ټولو زيات يې البته ترکيه د کډوالو د منلو له کبله وستایله. د هغې په خبره ترکيه په دې برخه کې »استثنايي« لاسته راوړنې لري. ترکيې تقريبا ۳،۷ ميليونه کډوال له سوريې او په سلګونو زره نور کډوال د افغانستان په څېر له ځينو نورو هېوادونو څخه منلي دي.

د آلمان صدراعظمه د اروپايي ټولنې او ترکيې تر منځ د کډوالو د پکت يا تړون يوه طراحه ده. د دغه تړون له مخې ترکيه د اروپايي ټولنې په لور د غيرقانوني کډوالۍ پر ضد اقدام کوي او يونان کولی شي چې ټاپوګانو ته يې رسېدلي کډوال بېرته ترکيې ته ولېږي. په بدل کې اروپايي ټولنه د هر ستانه کړل شوي سوريايي تبعه په عوض له ترکيې څخه يو کډوال مني او له ترکانو څخه د کډوالو د مالي ملاتړ په برخه کې مرسته کوي.