1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میشل باچلت به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوې کمیساره شي

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

په ۲۰۰۲ م کال کې د دفاع وزیرې په توګه د میشل باچلت مخې ته د چيلي پوځیانو رسم ګذشت د تاریخ د کتابونو له پاره یو ښه انځور دی. اوس دغه سوسیالیسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارې په توګه ټاکل کیږي.

https://p.dw.com/p/330Qh
Michelle Bachelet
انځور: picture-alliance/dpa/S. Wenig

د چيلي هیواد پخوانۍ ولسمشره Michelle Bachelet میشل باچلت، به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارې په توګه وټاکل شي. په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي غونډې د جمعې په ورځ (د اګست میاشتې ۱۰) یاد مقام ته د هغې نوماندي تائید کړه.

۶۶ کلنه باچلت، به د زید بن رعد حسين ځای ونیسي چې د ۲۰۱۴ م کال راهیسې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو کمیسار دی. نوموړې د نورو مسائلو تر څنګ د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ یو له سرسختو انتقاد کونکو څخه ده. امریکا متحده ایالات د روان کال په جون میاشت کې د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو له شورا څخه وتلي دي.

باچلت له لوړو مقامونو څخه ویره نه لري. نوموړې دوه واره د چيلي هیواد ولسمشره پاتې شوې ده. له ۲۰۰۶ څخه تر ۲۰۱۰ او له ۲۰۱۴ څخه د ۲۰۱۸ کال تر اوایلو پورې. نوموړې له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۱۳ کاله پورې د ملګرو ملتونو د ښځو د حقونو د نوې جوړې شوې څانګې رهبري کوله چې په نړیواله کچه د ښځو د حقونو او برابرۍ له پاره کار کوي.

کله چې د ۲۰۰۲ م کال په جنوري میاشت کې د چیلي نظامیان د دفاع وزیرې په حیث د ورونیکا میشل باچلت، مخې ته د رسم ګذشت په توګه تیریدل، سړی کولی شي ووایې چې دغه فضاء د تاریخ د کتابونو له پاره یو ښه انځور وو. باچلت د (۱۹۷۳-۱۹۹۰) کلونو ترمنځ د دیکتاتور آګوستو پينوچت د شکنجې هغه قرباني وه چې په ۲۰۰۶ م کال کې یې د لومړنۍ ښځينه ولسمشرې په توګه د چيلي هیواد د جمهوري ریاست چارې په غاړه واخیستلې.

باچلت، چې په ۱۹۵۱ م کال کې زیږیدلې ده د محصلۍ له وختو راهیسې یې سیاسي فعالیت درلود. نوموړې د جنرال آلبرتو باچلت لور ده. پلار یې د چیلي د سوسیالیست ولسمشر سالوادور آلنده، یو له وفادارانو څخه وو، چې د ۱۹۷۳ کال د سپټمبر د یولسمې تر پوځي کودتا وروسته بندي شو او د شکنجې له امله یې په زندان کې سا ورکړه.

Chile Anhänger von Michelle Bachelet bei der Präsidentschaftswahl 2006
په چيلي کې د ۲۰۰۶ م کال په ټاکنو کې د باچلت پلویانانځور: picture-alliance/epa/I. Salas

میشل د طب په رشته کې د خپل تحصيل پر مهال د سوسیالیست ګوند غړې شوه او د سانتیاګو په سړکونو کې یې پر اعتراض لاس پورې کړ. دې به د رژیم مخالفين هم پټ ساتل او پخپله به یې هم پټ فعالیت کاوه. د ۱۹۷۵ کال په جنورۍ کې نوموړې او مور یې ونیول شوې او د «ویلا گریمالدی» په زندان کې بندیانې شوې.

«ویلا گریمالدی» په دې هیواد کې د شکنجې تر ټولو مشهور زندان وو. زندانیان حتی د علمي څيړنو له پاره دلته شکنجه کیدل. باچلت هم په دې زندان کې شکنجه شوې ده. دا وایې چې په دې زندان کې یې ډیر تکلیفونه ګاللي دي، خو نه د ډیرو نورو زندانیانو په اندازه. باچلت چې په هغې وخت کې ۲۴ کلنه وه، د امکان تر حده به یې کوښښ کاوه چې له نورو شکنجه کیدونکو زندانیانو سره همدردي او له هغو څخه مراقبت وکړي.

له زندان څخه تر آزادیدو وروسته له خپلې مور سره د استرالیا له لارې د پخواني ځتيځ آلمان (ډی ډي آر) دیموکراتیک جمهوریت ته، هغه هیواد چې د چيلي ډیر شمیر سوسیالیستانو ته یې پناه ورکړې وه، تیښتنه وکړه.

نوموړې د برلين په هامبولدت پوهنتون کې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړ. باچلت په یاد راوړي: «مونږ یې په (ډی ډي آر) کې د میلمه په توګه ومنلو او دې هیواد زمونږ ډیر ملاتړ کاوه.»

باچلت په ۱۹۷۹ کال کې بیرته چيلي ته ستنه شوه او په ۱۹۸۳ م کال کې یې د طب په رشته کې خپلې لوړې زده کړې پای ته ورسولې. هغې په مختلفو دولتي پوستونو کې کار کړی دی او په ۲۰۰۰ م کال کې د لومړي وزیر ریکاردو لاګوس تر رهبرۍ لاندې لومړی د روغتیا او وروسته بیا د دفاع وزیره شوه.

باچلت د داسې یو هیواد د ولسمشرې په توګه چې د آزدا بازار اقتصاد په کې حاکم وو وتوانیدله چې لږ تر لږه په ټولنه کې د اجتماعي پیوستون یو شمیر قوانين رامنځته کړي. له هغې څخه د یوې باوري او مبارزې ښځې په توګه یادونه کیږي چې ویل کیږي دا خاصیت به ورته په دې نوي مقام کې ګټور ثابت شي.