1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل په پولنډ کې: د ملګرو ملتونو د مهاجرت تړون ته متعهد یو

۱۳۹۷ آبان ۱۲, شنبه

د میرکل تر سفر مخکي د پولنډ لومړي وزیر موراویکي ویلي وو چې هیواد یې غواړي د اتریش او متحده ایالاتو پر پل قدم کیږدي او د ملګرو ملتونو د مهاجرت له تړون څخه ووځي. خو د پولنډ د سفر پرمهال میرکل بیا د دغه تړون ملاتړ وکړ.

https://p.dw.com/p/37bnY
Polen Warschau Angela Merkel triftt Mateusz Morawiecki
انځور: Getty Images/AFP/J. Skarzynski

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر دويمه) د پولنډ لومړي وزیر ماتیوڅ موراویکي له صدراعظمې انګلا میرکل سره د ګډ خبري کنفرانس پرمهال وویل چې هغه په دې فکر دی چې په راتلونکي ډسمبر میاشتې کې پلي کیدونکی د اتریش، امریکا متحده ایالاتو او هنګري په څیر د ملګرو ملتونو د مهاجرت له تړون څخه ووځي. میرکل بیا د دغه راز څرګندونو خلاف د ملګرو ملتونو د دغه تړون په ننګه او ملاتړ څرګندونې وکړې. موراویکي وویل: «ډیر امکان لري چې موږ به د دغه نړیوال تړون برخه نه اوسو.»

د دواړو هیوادونو د مشرانو په دغه ګډ خبري کنفرانس کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د موراویکي د څرګندونو برعکس موقف غوره کړ. هغې د ناقانونه او خطرناک مهاجرت د پای ته رسولو له پاره د ملګرو ملتونو د دغه تړون د تعهد ستاینه وکړه او هغه یې مهم یاد کړ.

آلمان د دغه تړون د نهايي کولو په برخه کې چې ۱۸ میاشتې وخت یې ونیوو، ستر نقش لوبلي چې بلاخره د روان کال په جولای میاشت کې ورباندې توافق وشو.

Polen Warschau Angela Merkel triftt Mateusz Morawiecki
انځور: Getty Images/AFP/J. Skarzynski

د برلین او وارساو د مستقیمو حکومتي سلامشورو په ترڅ کې د کابینې د یو شمیر غړو ترڅنګ د دواړو هيوادونو مشران د پرله پسې ۱۵ ځل له پاره ملاقات کوي. په ۲۰۱۶م کال وروسته له هغې چې په پولنډ کې د ۲۰۱۵م کال عمومي ټاکنې ترسره شوې وې او نوي حکومت کار پیل کړی و، د برلین او وارساو ترمنځ د کتنو دغه لړۍ د اختلافاتو له کبله ځنډول شوې وه.

د پولنډ حکومت په وار وار د مهاجرت په تړاو د میرکل پر نسبتاً پرانیستي سیاست باندې انتقادونه کړي. په ځواب کې آلمان هم دې ته ورته نارضایتونه څرګند کړي دي. برلین په پولنډ کې د قانون او عدالت په نامه د موراویکي د حاکم ګوند په واسطه د دې هیواد په اساسي قانون کې لکه د قضایه قوې د آزادۍ د محدودلو په څیر د یو شمیر سترو تغیراتو پر وړاندې اعتراض کړی دی.

د اروپايي ټولنې دغه دواړه غړي د نورد ستریم ۲ په نامه له روسیې څخه آلمان ته د ګازو د نل لیکې د پروژې په هکله هم اختلافات لري. پولنډ وايي چې په دغې پروژې سره به مسکو په اروپا کې خپل نفوذ پراخ کړي او دغه څه به د اوکراین او پولنډ په زیان تمام شي.

Infografik Karte Gaspipelines Europa Nord Stream EN

پولنډ ته د میرکل تر سفر یوازې څو ورځې وړاندې د دې هیواد ولسمشر اندري دودا یو ځل بیا پرآلمان غږ کړی چې د دويمې نړيوالې جګړې پر وخت د نازیانو تر ولکې لاندې پولنډ کې د رامنځ ته شوو جرمونو او د اوښتو زیانونو له کبله باید آلمان پراخ تاوان ورکړي. آلمان بیا استدلال کوي چې دغه مسئله په ۱۹۵۰م کلونو کې حل شوې وه. په پولنډ کې د قانون او عدالت په نامه حاکم ګوند یوه حکومتي کمیټه رامنځ ته کړې ترڅو د نازیانو د ولکې پرمهال د زیانونو اټکل وکړي. د روان کال په پیل کې تر ارزونو وروسته دغې کمیټې د شاوخوا ۸۵۰ میلیارده ډالرو احتمالي تاوان اټکل کړی دی.