1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل: د مهاجرو د کړکیچ حل وخت ته اړتیا لري

۱۳۹۴ آبان ۶, چهارشنبه

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، وایي چې د کډوالو کړکیچ قدم په قدم او یوازي د ترکيي په مرسته حلیدای شي. د بایرن ايالت لومړی وزیر بیا غواړي چې تر یکشنبې ورځې وروسته د اتریش له لارې د کډوالو د راتګ پر بهیر بیندیزونه وضع شي.

https://p.dw.com/p/1GvHd
Deutschland Horst Seehofer und Angela Merkel in Berlin
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

میرکل د زیهوفر له خوا ورکړل شوی ضرب الاجل نه مني. د هغې د محافظه کار ګوند دا متحد د آلمان د حکومت د کډوالو د پالیسیو یو سخت انتقاد کوونکی دی. میرکل وایي چې د سوریې او نورو کړکیچنو هیوادونه څخه د مهاجرو د راتگ بهیر سمدستي درول د امکان وړ خبره نه ده.

په برلین کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال میرکل وویل: «دا یو سویچ نه دی چې په كېښكلو سره یې هر څه ودریږي. موږ باید قدم په قدم مخکې لاړ شو.»

د میرکل له دې څرګندونو تر مخه د اروپایي ټولني غړو هيوادونو د یکشنبې په ورځ په بروکسل کې خبري اتري لرلې چې اروپایي ټولنه او د بالکان هیوادونه دې هوکړې ته ورسیدل چې د ځینو اقداماتو په عملو کولو سره باید د کډوالو بهیر کابو کړي او همداراز په یونان کې به د مهاجرو له پاره نور کمپونه هم جوړشي.

په برلین کې د خبرو پر مهال میرکل، زیهوفر په نوم یاد نه کړ او نه يې د زیهوفر د پاساور نویه پریسې سره د ځان ساتنې په اړه مرکې ته اشاره وکړه.

زیهوفر وایي که چیرې پر برلین فشار پایله و نه لري نو بایرن ایالت به بیا خپله عمل وکړي. د هغه اشاره هغو ۱۱ زره کډوالو ته وه چې هره ورځ د بالکان له لاري او د بایرن ایالت له طریقه ځانونه آلمان ته رسوي.

له اتریش سره اړيکي

د بایرن ښار لومړي وزیر او د آلمان د مسیحي دیموکرات ګوند مشر هورست زیهوفر د سه شنبې په ورځ پر اتریش تور ولګاوه چې پرته له کومې خبرتیا څخه زرونو کډوال د بایرن ایالت سرحد ته انتقالوي. زیهوفر وایي چې دا د ګاونډیتوب پر اړیګو بده اغیزه درلودلای شي.

د بایرن ایالت د کورنیو چارو وزیر واکیم هیرمان د دې ایالت BR رسنۍ سره په خبرو کې وویل: «ما د اتریش داسي چلن هیڅکله هم نه دی تجربه کړی.» هغه زیاتوي چې ویانا یوازي پر دې تمرکز کوي چې د بایرن ایالت ته د کډوالو د لیږلو چټکه لار پیدا کړي.

هرمان د اتریش دا اقدامات شرمونکي او بې مسئولیته وګاڼه.

د سه شنبې په ورځ د ساحوي کابینې د جلسې پر مهال هرمان وویل چې یوازي د سږ کال له سپتمبر میاشتې څخه د بایرن ایالت له طریقه ۳۱۸ زره کسان آلمان ته رارسیدلي دي.

Merkel unter Druck
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa

له اتریش سره دوامداره مشوره

میرکل د زیهوفر دا تور هم رد کړ چې هغه د اتریش له صدراعظم ویرنر فایمان سره مشوره نه کوي. په برلین کې هغې رسنیو ته وویل چې د هغې ټیم له اتریش سره تقریبا هره ورځ په تماس کې دی.

د اتریش د صدارات وزیر جوزیف اوستیرمایر هم ویلي دي چې فایمان له میرکل سره ډیره نږدي اړیکه لري.

اوستیرمایر دا هم ویلي دي چې هغه د میرکل د صدارت په چارو کې وزیر او د کډوالو د کړکیچ د تنظیمونکي پیتر التمایر، سره هم په اړیکه کې دی څو د کډوالو له دې حالت سره انساني برخورد وکړي.

استیرمایر زیاته کړه: «یو ځل چې کډوال په حرکت شي نو بیا تصمیم دا وي چې موږ ورته صحي خدمات او خوراکي توکي رسوو او که هغوی یوازي پریږدو چې په یخنیو کې مړه شي.»

د هوا سړیدل او د کډوالو روغتیایي حالت

داکتران وایي چې د منې په یخنیو کې چې کډوال د کروشیا له لاري د سلوانیا بریزاس سیمې ته ځان رسوي نو روغتیایي حالت يې هم سم نه وي. له هغې وروسته چې هنګري خپل سرحدونه وتړل، نو کروشیا ته د اکتوبر له ۱۶ نیټې وروسته شاوخوا ۸۴ زره کډوال رسیدلي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب