1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د مهاجرت پر موضوع د بحث له پاره هسپانيا ته تللې

۱۳۹۷ مرداد ۲۱, یکشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل د هسپانيا له نوي لمړي وزير پدرو سانچس سره د اروپايي ټولنې پرغړو هيوادونو د مهاجرو د «عادلانه ويش» پر موضوع خبرې کړي دي. میرکل د توکم پالنې پر ضد د جدي مبارزې غوښتونکې شوې هم ده.

https://p.dw.com/p/331yB
Merkel trifft Spaniens Premier Pedro Sanchez
انځور: Reuters/M. del Pozo

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل او د هسپانيا لومړي وزير پدرو سانچس د شنبې په ورځ د اروپايي اتحاديې پر غړو هیوادونو د مهاجرو د «عادلانه تقسم» پر موضوع خبرې اترې وکړې. دوی غواړي پر دغې موضوع باندې د اروپايي اتحاديې د مشرانو په غونډه کې هم تمرکز وشي. په پام کې ده چې دغه غونډه به راتلونکې مياشت په اتريش کې جوړه شي.

د آلمان صدراعظمې له خپل هسپانوي سيال سره د ليدنې پر مهال وويل: «ښه ده چې دا پوهاوی شوی وي چې د آلمان او هسپانيا حکومتونه ورته دريځ په مخ کې لري. مونږ د اروپايانو په توګه يوازې هغه وخت ځواکمن يو چې په ګډه کار وکړو او راتلونکو پورې اړوند موضوعات مو حل کړو.»

هسپانيا لومړنی هیواد دی چې د تيرې دوشنبې په ورځ يې له آلمان سره يو تړون لاسليک کړ. دغه تړون د هغو مهاجرو له برخليک سره تړاو لري چې مخکې په يو بل اروپايي هيواد کې راجستر شوي وي. میرکل له هسپانيا څخه د دغه تړون د لاسليک کولو له پاره مننه وکړه او روښانه يې کړه چې دغه اقدام  کولای شي د مهاجرت په مسئله کې يو نظم رامنځ ته کړي.»

«ثانوي» مهاجر

آلمان دغه راز هڅه کوي چې آلمان ته د «ثانوي» مهاجرو د راتلو د مخنيوي په موخه، د ايتاليا او یونان سره هم دغه شان تړونونه لاسلیک کړي. له ثانوي مهاجرو څخه موخه هغه مهاجر دي چې لومړی د اروپايي اتحاديې په يو غړي هيواد کې راجستر شوي وي، خو بيا هڅه کوي يو بل غړي هيواد ته ولاړ شي.

Merkel trifft Spaniens Premier Pedro Sanchez
انګلا مرکل له خپل خاوند یوآخیم زاور، په منځ کې پدرو سانچز او بيګونا ګومز ولاړ دي.انځور: picture alliance/dpa/E. Briones

د مهاجرت د «دوبلین» تړون پر اساس، يو مهاجر کولای شي یوازې د اروپايي اتحاديې په هغه هيواد کې ځان راجستر کړي چې دغې لويې وچې ته د داخليدو پر وخت په لومړي ځل ورته داخل شوی وي.

افريقا سره همکاري

د انګلا میرکل په وينا، آلمان غواړي « له افريقايي هيوادونو سره نژدې او واقعي همکاري ولري تر څو يې دواړه لوري ورڅخه مستفيد شوي وي.» میرکل په دې اړه زياته کړه: «موږ بايد له مراکش او تونس څخه خپل ملاتړ لا ډير کړو، هغوی ګاونډي هيوادونه دي او زمونږ همکارۍ ته اړتيا لري.»

 توکم پالنې سره مبارزه

میرکل د خپلو خبرو پر مهال دغه راز توکم پالنې يا د نژادپرستۍ موضوع ته هم اشاره وکړه: «هيڅ هيواد نه شي کولای چې له دغې ستونزې معاف وي. له بده مرغه، د توکم پالنې لور ته ميلان، داسې يوه موضوع ده چې په ټولو غړو هيوادونو کې ليدل کيږي او مونږ يې بايد پر وړاندې مبارزه وکړو.»

دویچه وله/ ا. ج/ م. ک. ص

له آرشيف څخه د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: