1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میرکل د مهاجرت سیاست په برخه کې تر فشار لاندې ده

۱۳۹۷ خرداد ۲۸, دوشنبه

د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، خپل د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، قانع کړی دی چې د سرحدونو د کنترول د نوو قوانینو ځنډول د اروپايي ټولني تر راتلونکې سرمشریزې پورې وځنډوي.

https://p.dw.com/p/2zmXh
CDU-Bundesvorstand
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل، اوس د مهاجرت سیاست په برخه کې په حکومت کې له خپل شریک او د کورنیو چارو له وزیر هورست زیهوفر سره په سختو خبرو اترو بوخته ده. زیهوفر چې د مسيحي سوسیال اتحاد ګوند مشر دی، غواړي په آلمان کې د پناه غوښتني شرایط لا پسې سخت کړي.

هغه غواړي د پناه غوښتنې سیستم د اصلاحاتو پلان عملي کړي، چې له مخې به یې هغه پناه غوښتونکي چې وختي لا په یوه بل اروپايي هیواد کې ثبت شوي دي، د آلمان له سرحدونو څخه بیرته واستول شي.

په دې کار سره به په لومړي سر کې د اروپايي ټولنې د دوبلن سیستم له ستونزې سره مخامخ شي او له بل اړخه به په اروپايي ټولنې کې د آزاد تګ راتګ موضوع له ګواښ سره مخامخ شي.

دغه موضوع به هغه وخت لا پسې ستونزمنه شي، چې د اروپايي ټولنې نور غړي هیوادونه هم په ورته اقدام لاس پوري کړي او پر خپلو پولو باندي کنترول پیل کړي. د دې پلان یو شمیر منتقدینو چې پکې د کورنیو چارو پخوانی وزیر ګیرهارت باوم، هم شامل دی، دغه پلان غیرقانوي بولي.

د مسیحي دیموکرات اتحاد او مسیحي سوسیال اتحاد ګوندونه به د دوشنبې په ورځ د مشرانو جلا غونډې وکړي. خبري آژانسونو د مسیحي سوسیال ګوند د څو بیلابیلو سرچینو په حواله ویلي دي چې زیهوفر چمتو دی چې یوه توافق ته ورسیږي او غواړي چې تدابیر په تدریجي ډول عملي کړي. ویل کیږي چې په لومړي قدم کې آلمان هغه کسان له پولې رد کړي چې رد شوي وي او یا دا چې دې هیواد ته داخلیدو له بندیز سره مخامخ وي.

د شنبې او یکشنبې په ورځو صدراعظمه میرکل وتوانیده چې زیهوفر قانع کړي چې د اصلاحاتو پلي کول د اروپايي ټولنې تر سرمشریزې پورې وځنډوي. دغه غونډه د روانې میاشتې پای ته پلان شوې ده او تمه کیږي چې پکښې به د پناه غوښتنې د سیستم د اصلاحاتو پر سر سلا سره رامنځ ته شي.

په عین حال کې د دوشنبې په ورځ هم داسې نښانې لیدل کیدې چې د مسیحي سوسیال اتحاد پر انګلا میرکل باندي خپل فشار جاري ساتلی دی.

د آلمان خبري آژانس خبر ورکړی دی چې دغه ګوند پریکړه کړې ده چې پر سرحد د لا سخت کنترول له پاره چمتوالی ونیسي، آن که د اروپايي ټولنې په سرمشریزه کې توافق رامنځ ته هم نه شي.

زیهوفر د «فرانکفورتر الکماینه څایتونګ» په ورځپاڼه کې د دوشنبې په ورځ په یوې لیکنه کې ویلي دي چې هغه په دې باور دي چې دې موضوع ته یوه اروپايي حل لاره موندل اړین دي، خو په عین حال کې یې ټینګار کړی دی چې «آلمان باید د خلکو د نه منلو حق ولري».

هغه د اروپايي ټولنې پر غونډي باندې غږ کړی دی چې داسې حل لارې رامنځ ته کړي چې پکښې «د پناه غوښتني په پالیسیو کې د آلمان پولې په پام کې ونیول شي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو ساتنه وشي او د هغه کسان په عادلانه ډول پر هیوادونو باندي وویشل شي چې په دې سیمه کې د قانوني پاتېدو حق لري». زیهوفر په عین حال کې د داسې یوه سیستم د رامنځ ته کیدو غوښتنه هم کړې ده چې له مخې یې هغه کسان چې په اروپايي ټولنه کې د اوسیدو حق نه لري، ژر بیرته خپلو هیوادونو ته واستول شي.

د زیهوفر مسحیي سوسیال ګوند د اکتوبر میاشتې له پاره په راروانو ټاکنو کې د آلمان له پاره بدیل ګوند له خوا سخته سیالي په مخ کې لري. د مهاجرت سیاست په برخه کې د یوه سخت موقف غوره کول، ښايي دغه سیالي یو څه اسانه کړي.

زموږ له آرشیف څخه: