1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

میانمار باید د روهینگیا له امله محکمې ته جواب ووایي

۱۳۹۸ آذر ۱۹, سه‌شنبه

د روهینگیا تر بحران دوه کاله وروسته میانمار د نسل وژنې په تور د جزا په نړيواله محکمه کې بايد جواب ووايي. خو دا خبره چې دغه هیواد به په جزا هم محکوم شي، يقيني نه ده. 

https://p.dw.com/p/3UXIy
Den Haag Internationaler Gerichtshof tagt zu Iran USA
په دنهاگ کی د جزا نړیواله محکمهانځور: picture-alliance/AP Photo/M. Corder

گامبیا د ۲۰۱۹ کال د نومبر په پیل کې د ملگرو ملتونو عالي محکمې ته د ولس وژنې له امله د میانمار په وړاندې خپله عریضه وړاندې کړه. د لویدیځي افریقا دغه هیواد پر دې مطمین دی چې د ميانمار حکومت او امنیتي ځواکونو یې د روهینگیا اقلیت په وړاندې د نسل وژنې له امله مجرم بلل کیږي. د گامبیا هیواد چې زیاتره اوسیدونکي یې مسلمانان دي، په دې موضوع کې یې د اسلامی گډ کار د سازمان »او آيي سي« له خوا ملاتړ کیږي. په دغه سازمان کې ۵۶ هېوادونه شامل دي. هغوی د دې حق لري چې په ټوله نړۍ کې د اسلام استازیتوب وکړي.

د میانمار په وړاندې محاکمه له دوو بیلابیلو پروسو څخه جوړه ده. لکه څنگه چې د گلاسکو په پوهنتون کې د ولس وژنې پروفیسر کریستیان جی تامس، له دويچه ویله سره په خبرو کې ویلي، یوه به یې عاجله پروسه وي چې د سه شنبه په ورځ به په دنهاگ کې پیل سي داسي یوه پریکړه به رامنځته سي چې په اوس وخت کې د روهینگیانو په وړاندې گواښ په نظر کې ونیول سي او دا معلومه کړي چې آیا په دوهمه محکمه کې باید د روهینگیایانو د ساتلو له پاره تدابیر ترلاس لاندی ونیول سي او که څنگه. بیا به نو دې ته انتظار وایستل سي چې میانمار د دغې پریکړې په مقابل کې څه ډول غبرگون ښيي.

 اوږد مهاله اصلي پروسه

په محکمه کې د تحقیقاتو سره سم، هغه اصلي پروسه هم پیل کیږي چې څو کاله به دوام وکړي. د پروسې په پای کې به دا پریکړه وسي چې آیا میانمار د ټو وژنې په تور محکومیږي او که څنگه.

Bangladesch - Rohingya Flüchtlignscamp
په بنگله دیش کی د روهینگیایانو لاگرونهانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/M. R.l Hasan

د تامس په خبره دا هم باید په نظر کې ونیول سي چې ولس وژنه یو ځانگړی جنایت دی. په اصل کې ډول وژنی په دې هدف تر سره کیږي چې یوه مشخصه ډله په بشپړ او یا هم د هغې یوه برخه له منځه یووړل سي.

نړیواله پاملرنه

د ټول وژنی په ثابتولو کې ستونزمنه خبره داده چې دا زياتره وخت د عام محضر د انتظاراتو سره په ټکر کې وي. د ډیرو غیردولتي سازمانونو لکه د بخښنې نړیوال سازمان او یا بشري حقونو سازمان، فعالانو او څارونکو له پاره دا یوه ښکاره خبره ده چې مینمار په نسل وژنی باندې تورن دی.

Christian Tams, Professor für Völkerrecht an der Uni Glasgow
د گلاسکو په پوهنتون کی د اولس وژنی پروفیسر، کریستیان تامسانځور: Privat

خو د تامس په نظر به دا ډول محکومیدل د عمومي بحثونو او محکمې له پاره لویه ستونزه رامنځته کړي. د اولس وژنی اصطلاح د رسنیو او غير دولتي سازمانونو له خوا په پراخه معنی کې یې د توهینولو په موخه يا معنی کارول کیږي. معنا دا چې دا اصطلاح له دې کبله کارول کيږي چې داسې یو فشار رامنځته سي تر څو په نړیواله سطحه یو اقدام وسي.

په میانمار کې بیا د حکومتي مشرې اونگ سان سوچي د ملاتړ له پاره پاڅونونه مخ په زیاتیدو دي. هغه باید د ټول وژنی د تورونو په وړاندی له خپل هیواد څخه دفاع وکړي. د هغې په وړاندې بیا د دنهاگ په محکمه کې د مسلمان اقلیتونو د استازو ملاتړ کوونکو هم خلک مظاهرو ته رابللي دي.

خپلواکو رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هیواد په ټولو برخو کې په زرونو کسان د حکومت د مشرې او د نوبل د سولې د جایزې لرونکې اونگ سان سوچي په ملاتړ راټول سوي ول. د دغه هیواد په رنگون، باگو، مول ماین، ساگاین او پلازمینه ناپيداو کې داسې شعارونه ورکول کيږي چې » موږ د خپلې حکومتي مشرې تر شا ولاړ یو«.

په راتلونکو ورځو کې د نورو مظاهرو انتظار هم کیږي.

 د »آزاد روهينگيا ائتلاف« بيا د سان سوچي او د میانمار په وړاندې د نړیوالو اقتصادي بندیزیونو د وضع کولو له پاره خلک مظاهرو ته راغوښتي. په دغه ائتلاف پورې له لسو هیوادونو څخه ۳۰ سازمانونه اړه پیدا کوي. د میانمار پوځ په اگست کې څه د پاسه ۷۵۰ روهینگیایي مسلمانان په بې رحمۍ سره له دغه هیواد څخه و ایستل. دغه مهاجر د هغه راهیسي د بنگله دیش د کوکس بازار په لاگرونو کې تر سختو شرایطو لاندی شپې او ورځي تیروي.

G.P/B.S/R.E