مکسیکويي مهاجر خپل تاټوبي ته چې هیڅ یې نه پیژني، اخراجیږي
د دونالد ترمپ اداره زیات شمیر غیر قانوني مکسیکويي مهاجر خپل هیواد ته اخراجوي. د هغوي له ډلې څخه ډیر شمیر یې خپل د عمر ډیره برخه په امریکا کې تیره کړې ده. هره اوونۍ د اجراج شویو مهاجرو درې الوتکې مکسیکو سیتي ته رسیږي.
د ناخواله سفر پای
له رد شویو مهاجرو ډکې دغه الوتکې د مکسیکو سیتي، د هوایي ډګر یوې دروازې ته رسیږي. دغه مهاجر چې اسناد نه لري د امریکا متحده ایالاتو د بیلابیلو سیمو له توقیف خانو څخه په داسې حال کې چې لاسونه یې ولچک وي، الوتکو ته لیږدول کیږي. یوازې شل دقیقې مخکې له دې چې الوتکه ناسته وکړي، د هغوی لاسونه پرانیستل کیږي.
له کورنۍ پرته نوی پيل
کله چې جيورج نینو دیلا رویرا اتلس کلن شو او یوې دندې ته غوښتنلیک ورکړ نو وپوهید چې په امریکا کې غیر قانوني اوسیږي. هغه ته وویل شو چې د «ټولنیز امنیت شمیره» نه لري. جورج په ماشوموالي کې د خپل مور او پلار له خوا امریکا وېوړل شو او په همدې هیواد کې لوی شو. هغه پنځه میاشتې مخکې په امریکا متحده ایالاتو کې تر ۳۴ کلونو تیرولو وروسته اخراج شو. څلور ماشومان یې له پخوانۍ میرمنې سره په کلفورنیا کې ژوند کوي.
يو پردی هیواد
۲۷ کلنه ماريا هیریرا د اپريل میاشت په لسمه نیټه له امریکا څخه اخراج شوه. د هغې اسناد د نوي کیدو په حال کې ول کله چې هغې یوه ترافیکه پیښه وکړه. هريرا ونیول شوه دوه میاشتې په توقيف کې وساتل شوه. وروسته بیا هغه اخراج شوه. هغه دوه کلنه وه چې له مکسیکو وتلې وه، خو اوس باید په دې نااشنا هیواد کې ژوند وکړي.
رواني خفګان او د وارخطايي حالت
يو پردی هیواد ته ۲۷ کلنه ماريا هیریرا د اپريل میاشت په لسمه نیټه له امریکا څخه اخراج شوه. د هغې اسناد د نوي کیدو په حال کې ول کله چې هغې یوه ترافیکه پیښه وکړه. هريرا ونیول شوه دوه میاشتې په توقيف کې وساتل شوه. وروسته بیا هغه اخراج شوه. هغه دوه کلنه وه چې له مکسیکو وتلې وه، خو اوس باید په دې نااشنا هیواد کې ژوند وکړي.
د نوي ژوند پيل
په مکسیکو کې د «نيو کومینڅوز» په نامه غیر دولتي سازمان له دغه کسانو سره، د نوی ژوند پيل له پاره مرسته کوي. هريرا دلته له جيورج سره اشنا شوه او دوی یو له بل سره دوستان شول. هغې دویچه ویله ته وويل: «دا ډيره ښه ده چې ته يو څوک ولري، چې ستا په څير حالت لري.» د اخراج په بند کې هریرا د رواني خفګان، وارخطايي حالت سره مخامخ وه. اوس دا او دوست يې هڅه کوي چې په دغه هيواد کې خپل لار وموندي.
د یوې شخړې پايلې
دیګو مینګویل ماریا،له خپل دوستې سره د شخړې له کبله په ۲۰۰۳م کال کې ونیول شو. په ۲۰۱۶ کال کې اخراج شو ځکه د يو موټر له کنترول څخه جوته شوه چې دی جرمې سابقه لري.
دونالد ترامپ او د هغه دیوال
هغه له پنځوو نورو مکیسکویانو سره چې په دې وروستيو کې اخراج شوي د مکسيکو د دولت له خوا مالي مرستې ترلاسه کړې او پر تکو یې د چاپ او رنګ وهلو کاروبار پیل کړ. د هغوی د مارک نوم «ديپورتادوس» دی. هغوی پر تکو باندې د «ترمپ او د هغه پر دیوال دې لعنت وي» جملې چاپوي.
ل نورو قربانیانو سره مرسته
ماريا په دې کار سره نه شتمن کیږی، خو دې پوره وخت لري چې د رضا کار په توګه له نویو رسیدونکو رد شویو کسانو سره مرسته وکړي. هغه وايې: «کله چې زه دغې دروازې ته راورسیدم احساس مې وکړ چې ساه مې بنده شوه. اوس زه له نورو سره مرسته کوم،چې ورته حالت لري.
يو نوی پیل
دانیل ساندوان په فبروري مياشت کې اخراج شو خو هغه آرامه ښکاري. دی وایي: «په امريکا کې په ريښتیا سره نه توانيدلم چې د راتلونکې له پاره پانګه اچونه وکړم ځکه هيڅ اسناد مې نه لرل. له تحصيل څخه به مې څه ګټه کړي وايې کله چې ما ته په کوم ځاي کې کار نه راکول کيده. دلته په مکسیکو کې کولې شم هر څه له سره پيل کړم. زه کولې شم ميرمن او ماشومان ولرم، پرته له دې چې دا انديښنه ولرم چې دوی به له لاسه ورکړم.»
پر خپلو پښو دريدل
ساندوان د پناه غوښتونکو په سرپناه کې د «ديپورتادوس» چاپخانې پر سر ژوند کوي. يو کشيش په لومړي سر کې له یوې ۷۵ کلنې ښځې سره د هغه د اوسیدو شرایط برابر کړل. هغه وايې: «زه هلته دوه اوونۍ له هغې سره ووسیدم او کور مې ور ته رنګ کړ. بيا ورسته مې له ديبورتادوس سره اړیکه ونیوله ځکه اوريدلې مې وو چې له اخراج شویو مهاجرينو سره مرسته کوي. زه اوس له دوه نورو کسانو سره دلته اوسیږم.»