1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مکسيکو ته اخراجې شوې نرسې د امريکا ويزه وګټله

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

يوه نرسه چې تيرکال له امريکا څخه مکسيکو ته اخراجه شوې وه اوس يې د امريکا د لاټرۍ ويزې په ګټلو بيرته امريکا ته د تګ حق ترلاسه کړی. ماريا ميندوزا سانچيس اوس کولای شي د کلفورنيا په يوه روغتون کې بيرته خپله دنده پيل کړي.  

https://p.dw.com/p/39Hqs
Bildergalerie El Gordo |
انځور د آرشيف څخهانځور: Getty Images/AFP/J. Soriano

ماريا ميندوزا- سانچيس، د سانفرانسیسکو کورنیکلز په نامه رسنۍ ته ویلي چې هغه د جمعې په ورځ خبره شوه چې ويزه يې د امريکا د تابعیت او مهاجرت ادارې له خوا منل شوې ده.

سانچيس وويل: «دا ډيره حيرانوونکې ده، زه نه شم کولای باور وکړم.» تیرکال ۴۷ کلنه ميندوزا سانچيس او خاوند يې د ترمپ ادارې له خوا د اسنادو د نه شتون له کبله مکسيکو ته اخراج شوي ول.

د کليفورنيا په اوکلند ښار کې سياسي مشران او د سانچيس همکاران د هغې د اخراج قضيې پر وړاندې ودريدل، او د سانچيس څخه يې د ملاتړ په موخه اعتراضونه ترسره کړل. د دغه ښار «هاي لند» نومي روغتون د سانچيس له پاره د « اچ -۱ب» ډوله ويزې غوښتنه هم کړې وه. دغه روغتون ويلي وو چې سانچيس په سرطان ناروغۍ اخته کسانو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د لوړ استعداد لرونکې ده.

په امریکا متحده ایالاتو کې د دموکراتانو د ګوند غړې سن. ديانا فاينشتاين، وويل چې ډيره خوښه ده چې د سانچيس د ويزې تضمين شوی دی. فاينشتاين دغه کار ډير با ارزښته یاد کړ چې له مخې يې سانچيس کولای شي بيرته په خپله ټولنه کې کار وکړي او له خپلې کورنۍ سره يې يو ځای شي. فاینشتاین وويل: «دا يو داسې عادي احساس او ترحم دی چې زموږ د مهاجرت سيستم ورته په جدي توګه اړتيا لري.»

مندوزا سانچيس په لومړي ځل په ۱۹۹۴م کال کې له خپل خاوند سره پرته له کومې ويزې امريکا ته راغلې وه. هغې په کال ۲۰۰۰ کې د کار کولو اجازه ترلاسه کړه او خپلو زدکړو ته یې تر هغې ادامه ورکړه چې د انکولوژي [د سرطاني ناروغیو د مخنیوي، تشخیص او درملنې د څانګې] يوه نرسه شي.

دغې ښځې او خاوند یې په ۲۰۰۲م کال کې هڅې پیل کړې تر څو په امريکا کې د قانوني پاته کيدو شرايط په لاس راوړي، خو د دوی دغه غوښتنه رد شوه او بلاخره په ۲۰۱۳م کې د مهاجرت اړوند يوې محکمې د هغوی د اخراج حکم صادر کړ.

هغه مهال د امريکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما ادارې هغوی ته اجازه ورکړه تر څو دوه کاله نور هم په امريکا کې پاتې شي. تر هغې وروسته داسې يو قانون تصويب شو چې له امريکا څخه د مجرمینو پر اخراج يې تمرکز کاوه، خو ښځې او ميړه ته يې په امريکا کې د پاته کيدو حق ورکړ.

دغه قانون ميرمن سانچيس او د هغې ميړه ته د دې چانس په لاس ورکړ چې  په هرو شپږو مياشتو کې له سره د کار تازه جواز ترلاسه کړي. خو تيرکال د ترمپ د مهاجرت سياست له مخې هغوی په اجباري توګه مکسيکو ته اخراج شول.

مندوزا سانچيس چې يو کال له خپلو ماشومانو لرې پاتې وه، وايي: «دا يو ډير سخت کال وو. لومړنی کال چې موږ له يو بله جلا وو.»

هغې وويل، غواړي بيرته روغتون کې کار پيل کړي او هڅه به وکړي چې خپل خاوند ته يې هم ويزه په لاس وروړي.

د مهاجرت پر موضوع يو انځوريز البوم: