1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مک ماستر په امنیت شورا کې د افغانستان په هکله څه ویلي؟

۱۳۹۶ دی ۲۰, چهارشنبه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار مک ماستر په شخصي ډول د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او همداشان د دغه سازمان له عمومي منشي انتونیو ګویترش سره لیدلي دي. ویل شوي دي چې هغه د افغانستان په هکله امنیت شورا ته توضیحات وړاندې کړي دي.

https://p.dw.com/p/2qbWL
USA Pariser Klimaabkommen- Sicherheitsberater H.R. McMaster kommt in Rose Garden an
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Harnik

د اسوشتید پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسلي نيبینزيا، خبریالانو ته وویل چې مک ماستر د افغانستان په هکله امنیت شورا ته «ډیر ښه» او «ډیر ګټور» معلومات وړاندي کړي دي.

د نيبینزيا په خبره، ده مک ماستر ته وویل چې د امریکا له خوا له ډيرو مطرح شوو ټکو سره موافق دی او په افغانستان کې د روسیې او متحدو ایالاتو د همکارۍ په ترڅ کې د اړتیاوو په هکله له بیانیې سره «بشپړ توافق» لري.

د روسیې سفیر ویلي دي چې ده د ولادیمر پوتین هغه ژمنې ته چې په دسمبر میاشت کې یې د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې کړې وې اشاره وکړه. د هغه په خبره په دغه کنفرانس کې پوتین «په افغانستان کې د امریکایانو د پاتیدو او چارو په اړه مننه کړې وه» او په دغه موضوع کې یې د امريکا او روسیې د همکارۍ پر اړتیا باندي ټینګار کړی وو.

خو د ملګرو ملتونو ویاند ستیفن دوژاریک ویلي دي چې د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګویترش او مک ماستر د ملاقات په ترڅ کې پر نړیوالو موضوعاتو بحثونه کړي دي.

sr/nz (AP)

زموږ له آرشیف څخه: