1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ميکي ماوس؛ د کارتوني نړۍ ستوری ۹۰ کلن شو

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

له نن څخه ۹۰ کاله مخکې د میکي ماوس په نامه د کارتوني نړۍ یو ستوری د سینما پر پردې را څرګند شو. تر یوې مودې وروسته، میکي نه یوازې په امریکا بلکې په اروپا کې هم ګڼ شمیر مینوال پیدا کړل. اوس دغه ستوری خپله ۹۰ کلیزه لمانځي.

https://p.dw.com/p/38SwC
Micky Maus Zeichentrick Walt Disney
انځور: picture alliance / United Archives/IFTN

آیا میکي ماوس د ۲۱ پیړۍ مونا لیزا ده؟ که چیرته د «میکي ماوس: الټیميټ کرونیکل» په نامه د هغه پر ژوند کتاب ته ځیر شو، نو په دې هکله ډیر وړاندیزونه تر سترګو کیږي. په دې کتاب کې د والټ ډیزني د دې وتلي اثر په هکله ټولې آسانه او سختې پوښتنې ځواب شوي دي.

د تاشن په نامه خپرندویه ټولنه د کلونو راهیسې د سترې اندازې کتابونو د چاپ په برخه کې مخکښه ده او دا په دې معنی چې د دغه راز کتابونه ډیر ستر، ډیر ډبل او ډیر رنګین وي. دغه کتاب د میکي ماوس د ۹۰ کلیزې په مناسبت په آلماني او انګلیسي ژبو خپور شوی دی او پکې د کارتون د نړۍ د دغه ستوري په هکله په زرونو مختلف معلومات را ټول کړل شوي دي.

د دغه چاپي اثر ارزښت خورا ډیر دی او له همدې کبله یې بیه هم لوړه ده. دغه کتاب ان په عادي کتاب پلورنځیو کې نه موندل کیږي او د ۵۰۰ پاڼو درلودونکی دغه کتاب شاوخوا ۱۵۰ یورو بیه لري. سربیره پر دې، د میکي ماوس دغه کتاب په یوازې ۹۹۵ جلدو کې چاپ شوی دی او د ۱۹۳۶م کال د میکي ماوس سوداګریز کتلاګ ته ورته جوړ شوی.

Micky Maus | Der Prinz und der Bettelknabe
انځور: picture-alliance/dpa/United Archives

دغه کتاب د دوو امریکايي لیکوالانو په لاس لیکل شوی. دوی د کتاب د لیکلو له پاره د والټ ډیزني شرکت پخواني آرشیفونو پسې راسپړلی دي او ډیر په زړه پورې معلومات یې راټول کړي دي. دوی د آرشیفونو د سپړلو پر مهال له ۱‍۲۰۰ ډیرې رسامۍ، سکیچونه، د داستان لیکلې بڼې، پوسټرونه او انځورونه را ټول کړي او ټول په ډیر غوره کیفیت چاپ شوي دي. د ډیويډ ګیرستاین په نامه امریکايي د انیمیشن یا کارتون جوړونکي او د کتاب لیکونکي او جې. بې کاوفمن چې فلمي تاریخ لیکونکی هم دی، په ګډه د دغه مشهور موږک اوږد تاریخ راسپړلی دی. دوی د میکي ماوس د لومړۍ ورځې له جزئیاتو نیولې تر نن ورځې پورې د دغه موږک د شهرت په هکله خورا ډیر جزئیات راټول کړي دي.

د ۱۹۲۸م کال د نومبر میاشتې پر ۱۸ نیټه، میکي ماوس د لومړي ځل له پاره د سینما پر پردې په یوه غږ لرونکي اته دقیقه يي فلم کې راڅرګند شو. د فلم لیدونکي او همدا راز ټولې رسنۍ د دغه لنډ فلم په هکله ډیر په حیرت کې وې. هغه مهال نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دې فلم په هکله لیکلي وو: «هغه [میکي] یو بې ساری کار دی چې ډیره خوښي او خنداوې خپروي.»

تر ۱۹۳۵م کاله پورې میکي ماوس په توره او سپینه بڼه خپریدو خو له دې وروسته هغه د رنګونو نړۍ ته داخل شوی او د لومړي ځل له پاره په رنګه بڼه هم خپور شوی دی.

Mickey Mouse, 1983
انځور: picture-alliance/Everett Collection

د میکي په نامه دغه موږک په خپله نړۍ کې عاشق شوی هم دی. هغه یو وخت پر میني چې د موږک مونث جنس دی، مینیږي او دوی یو له بل څخه نه بیلیدونکې اړیکي لري. په ۱۹۲۸م کال کې دوی دواړه د لومړي ځل له پاره په یوه فلم کې راڅرګند شول. په دې فلم کې مینې د منشي او خبریالې په بڼه نقش لوبولی دی. هغه له سرو جامو او ګلانو سره ډیره مینه لري او میکي په دې فلم کې ټول هغه کارونه کوي څو میني ماوس خوشاله کړي. خو له بده مرغه د کارلو په نامه پیشو چې د میکي رقیبه ده، په دې فلم کې تل د مینې موږکې د زړه د ترلاسه کولو هڅې کوي.

USA | Micky Maus-Ausstellung in New York
انځور: picture-alliance/dpa/APA/M. Steinhart

بلاخره د میکي په ۹۰ کلیزه یعنې د روانې نومبر میاشتې پر ۱۸ نیټه د امریکا متحده ایالاتو په نیویارک ښار کې د میکي د برياليتوبونو او لاسته راوړنو په ویاړ یو ستر نندارتون پرانیستل شوی دی. هغه د خپلو نیږدې ملګرو او له خپلې مینې، خپلو خوریانو ماک او موک، او نورو ژويو ته ورته څېرو لکه ګوفي او پلوتو سره دغه ورځ په ګډه لمانځي. کلیزه دې مبارک شه میکي.

زموږ له آرشیف څخه: