1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«موږ غواړو امريکا متحده ايالاتو ته ولاړ شو»

۱۳۹۷ آذر ۲, جمعه

د مرکزي امریکا تر۴۵۰۰ زیات کډوال د مکسیکو په سرحدي ښار تیخوانا، کې دې ته انتظار باسي چې که چیرې امریکا متحده ایالاتو ته د تګ چانس تر لاسه کړي. د متحده ایالاتو پوځ پر پوله د یوه احتمالي هجوم د مخنیوي له پاره چمتووالی نیسي

https://p.dw.com/p/38li9
US-Grenze zu Mexiko | Hunderte Migranten demonstrieren in mexikanischer Grenzstadt Tijuana
انځور: Reuters/K. Kyung-Hoon

د هندوراس یو اوسیدونکی ډیویډ، چې اوسمهال د مکسیکو په دغه سرحدي ښار کې دی وایي: «موږ سرګردانه یو، تیره شپه باران هم وورید او موږ ټول یي لانده کړو. نور ځای نه شته. موږ ټول ناروغان یو. زما ماشومان زکام وهلي دي او هیڅوک زموږ سره د مرستې له پاره نه دي راغلي.»

څو میاشتنی انتظار

له مرکزي امریکا څخه تر۴۵۰۰ زیات کډوال د تیخوانا، ښار ته رسیدلي دي. له دغې ډلې په سلونو تنو یې د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۲مه) د متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت سرحد ته څیرمه د ال – چاپارال، پل پر لور حرکت کړی او غوښتنه کوي چې امریکا ته د تګ اجازه ورکړل شي. مکسیکویي چارواکو پر دغو کسانو غږ کړی چې په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنې په لېست کې خپل نومونه ولیکي.

یو تن وایي: «دوی باید موږ ته د وړاندې تګ اجازه راکړي. موږ سرګردانه یو، کورنۍ مو په هندوراس کې پریښي دي. موږ باید په کار پیل وکړو.» په تیخوانا، کې د چارواکو په وینا دا تر شپږو میاشتو وخت نیسي چې یو پناه غوښتونکی د خپل غوښتنیلیک د وړاندې کولو له پاره وخت تر لاسه کړي.

US-Grenze zu Mexiko |  Border Protection Übung in mexikanischer Grenzstadt Tijuana
انځور: Getty Images/AFP/G. Arias

امنیتي ځواکونو چمتووالی نیسي

اوسمهال د متحدو ایالاتو پوځ پر پوله ستر پوځي تمرینات ترسره کوي، چې پکښې په سلونو عسکر، پولیس او ډیري څرخي الوتکې ګډون لري. له دغو پوځي تمریناتو سره د دې له پاره چمتووالی نیول کیږي، که چیرې احتمالا دغه کډوال پر پوله هجوم وروړي.

کډوال او په زیاته بیا د هندوراس کډوالو د بې وزلۍ او تاوتریخوالي له کبله خپل هیواد پریښی دی او غواړي امریکا متحده ایالاتو ته ورسیږي. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا خبرداری ورکړی دی چې له مکسیکو سره به «ټوله پوله» وتړي او سوداګري به هم ورسره ودروي.

تر دې دمخه هغه له مکسیکو سره پولې ته د عسکرو د لیږلو امر کړی وو او پر کډوالو يي د فیرونو احتمال هم نه وو رد کړی. خو په وروستیو کې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس وویل چې عسکر یوازې په سپر او د لرګیو په کوتکونو سمبال دي او پر کډوالو به هیڅ فیرونو و نه شي.

زموږ له آرشیف څخه: