1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«موږ د ټولنیزې انزوا له پاره نه يوو پيدا شوي»

۱۳۹۹ فروردین ۱۳, چهارشنبه

لاسونه مو پریمنځئ، ‌له نورو فاصله ونیسئ او انعطاف پذیره ووسئ. دا هدایات ښایي د ډیرو کسانو له پاره ستونزمن وي، خو هغه خلک چې له رواني ناروغیو کړیږي بیا له دې هدایتونو له لویو ستونزو سره مخامخیږي.

https://p.dw.com/p/3aJct
Thailand Coronavirus | Wartebereich für Lebensmittelbestellungen zum Mitnehmen
انځور: picture-lliance/dpa/AP/S. Lalit

جکلین کروتسمن ټوخیده. په عادي‌حالاتو کې به هغې خپل ژوند ته دوام ورکړی وو. خو د کرونا ویروس د خپریدو پر مهال په دې خاطر چې هغه پر واټونو باندې د خلکو له شکمنو نظرونو ځان بچ کړي، په کور کې پاتې شوه. زوی یې هم چې په کور کې وو‍، په کور کې د مور له پاتې کیدو استفاده وکړه او په شوخي یې پیل وکړ.

کروتسمن د دې وضعیت له کبله دومره تر فشار لاندې راغله چې پر ځمکه کښیناسته، ‌سر یې په لاسونو ک‍ې ونیوه او د هر څه د ختمیدو په انتظار شوه.

د دریسدن پوهنتون په روغتون کې د رواني ناروغیو له دیپارتمنت څخه اوتي لویتڅکه،‌ وایي: «هغه خلک چې رواني ناروغۍ لري، وختي لا تر فشار لاندې وي.‌»

لویتڅکه چې د ځان وژنو د مخنیوي د آلمانۍ ټولنې مشره هم ده، ‌پر روانی ناروغان فشار له یوه پيټي سره پرتله کوي چې ناروغان یې په شا وړي. هغه زیاتوي: «په دې بکس کې کله ډیر څه نه وي، ‌ځکه نو په رواني ‌ناروغۍ اخته کسان خپل ورځني ژوند ته دوام ورکولی شي. ‌خو بیا کله داسې وختونه هم راشي چې دغه ډیر زیات دروند شي. دا هغه وختونه وي چې د فشار بهرني فکتورونه رامنځ ته کیږي او یا هم د ډیرې مودې له پاره دوام کوي. البته چې دغه څه چې موږ اوس ترې تیریږو د همدې بهرنیو فشارونو برخه ده.»

۴۵۰ میلیونه کسان اغیزمن شوي

د کرونا ویروس د خپریدو له کبله په ټوله نړۍ کې غیر عادی حالات رامنځ ته شوي‌دي. ‌که څه هم دې حالاتو پر ټولو اغیز کړی دی، ‌خو وضعیت د هغو کسانو له پاره لا ډیر سخت دی چې له روانی ناروغيو کړیږي.‌همدا اوس په نړۍ کې د داسې کسانو شمیر۴۵۰ میلیونه تنه دی.‌

د کروتسمن له پاره له رواني فشارونو سره مخامخیدل کومه نوې خبر نه ده.‌ شل کاله کیږي چې دغه ۳۳ کلنه میرمن «تر يوې حادثې وروسته رواني فشار» سره لاس او ګریوان ده.‌ دغه ناروغۍ بیا د ویرې او دیپریشن رامنځ ته کیدو لامل کیږي.

په عادي حالاتو کې کروتسمن ډیر وخت باثباته رواني حالت لري. خو د کرونا ویروس له خپریدو سره د کروتسمن ورځني ژوند بل ډول شو.‌ هغه پوهنتون چې دې پکې زده کړې کولې،‌ وتړل شو. هغه اوس له کوره کار کوي. د هرې ورځې په تیریدو سره د دغې میرمنې له پاره د سهار له خوا له خوبه پورته کیدل په یوه لا ستونزمن کار بدلیږي. ملګرو ته زنګ وهل د دې له پاره یو سخت کار ښکاري‌. له دې کبله چې هغه پر خپل نفس کم اعتماد لري نو له کوره بهر هم نه شي تلای ځکه نه غواړي د ټوخیدو په صورت کې د خلکو له مشکوکو ن‍‍ظرونو ښکار شي.

دیپریشن، ‌وارخطایي او د حرکاتو د تکرار رواني ناروغۍ

دا چې کروتسمن دیپریشن او وارخطایي لري، ‌نو هغه ډله رواني ‌ناروغانو پورې تړلې ده چې د کرونا ویروس له کبله د ګرځبنديز پر مهال تر نورو ډیر له ګواښ سره مخامخ دي.

که څوک دیپریشن لري نو ګرځبنديز کیدای شي له ټولنې سره د هغوی اړیکه د اوږدې مودې له پاره قطع کړي.‌ څوک چې د وارخطایي رواني‌ ناروغي‌ لري د ګرځبنديز پر مهال له سخت خفګان او تکراري فکرونو سره لاس او ګریوان کیدای شي. او د حرکاتو د تکرار رواني ناروغان بیا کیدای شي د ګرځبنديز پر مهال د لاسونو په پریمینځلو او نورو مخنیوونکو تدابیرو په تکرار کې له حده زیات افراط وکړي.

د آلمان د رواني ډاکټرانو له فدرالې ټولنې څخه دیتریش مونز، ‌وايي: «په هر حال دا یوه خپره شوې ویره ده. موږ ویروسونه نه وینو. موږ یوازې د هغو ټولو ځایونو په اړه فکر کوو چې ویروس پکې کیدای شي موجود وي.»

له لاسه تللي ‌جوړښتونه

په عین حال کې د کرونا ویروس د خپریدو پر ضد اقدامات د دې سبب شوي ‌دي چې د ژوند عادي بڼه له منځه ولاړه شي او رواني ناروغان و نه شي کولی چې د تیر په شان خدماتو ته لاسرسی ولري.

روت بیلزنر، ‌چې د آلمان په ورڅبورګ ښار کې په داسې یوه ځای کې کار کوي‌ چې د تلیفون له لارې رواني ناروغانو ته مشورې ورکوي، ‌وايي ‌چې په وروستیو وختونو کې ورته ډیر زنګونه راځي. لویتڅکه په دې اړه وايي: «لکه څرنګه چې ځینې خلک عادتي حافظه لري، ‌د وارخطايي رواني ناروغۍ په مریضانو کې بیا دا میکانیزم ډیر پیاوړی دی.»

فزیکي روغتیا ته اضافي ګواښونه

دا په داسې حال کې ده چې د هارورد او شانګهای څیړونکو د «Lancet Psychiatry» په ژورنال کې لیکلي دي چې د کرونا ویروس روان کړکیچ پر رواني ناروغانو یوازې له رواني لحاظه ناوړه اغیزه نه پریږدي. هغوی وایي چې دغه وضعیت د فزیکی مکروبي کیدو ګواښ هم ډیروي.‌

له همدې کبله اوس د رواني ناروغیو ډاکټران او نور کارکوونکي هم له سختو شرایطو سره مخامخ دي.‌ لویتڅکه وايي: «دا په رښتیا چې سخت وختونه دي.‌»

د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي له پاره اوس له رواني ناروغانو سره مشورتي کار د تلیفون او ویډیويي کنفرانس له لاره کیږي. لویتڅکه وايي چې دغه طریقه د مخامخ خبرو په اندازه موثره نه ده.