1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي:‌ ټول هندي وګړي تشناب ته لاس رسی لري

۱۳۹۸ مهر ۱۱, پنجشنبه

د مهاتما ګاندې د زیږدنې د ۱۵۰ کليزي په مناسبت په یو لړ مراسمو کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي پر نورو موضوعاتو سربیره وویل چې اوس د هندوستان ټول کلي تشنابونو ته لاس رسی لري.

https://p.dw.com/p/3Qgjb
Indien Narendra Modi
انځور: Getty Images/AFP/P. Singh

له نن څخه ۱۵۰ کاله وړاندې یعنې د ۱۸۶۹م کال د اکتوبر میاشتې پر دومه نیټه په هندوستان کې یو داسې څوک وزیږید چې ټوله نړۍ یې د یوه ستر انسان په توګه پیژني.

د چهارشنبې په ورځ مهاتما ګاندي د زیږیدنې د ۱۵۰ کلونو د پوره کیدو په مناسبت په یوه ستره غونډه کې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي، چې په دې وروستیو کې د دوهم ځل له پاره د هند د لومړي وزیر په توګه وټاکل شوو، په ټول هندوستان کې تشنابونو ته د لاس رسي ژمنه کړې وه.

مودي د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل: «په ۶۰ میاشتو کې، ۶۰۰ میلیونه کسانو تشنابونو ته لاس رسی وموند او له ۱۱۰ میلیونو ډیر تشنابونه جوړ شوي دي.» نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې تر دې وروسته به زموږ د هیواد میرمنې د شپې تیارې ته انتظار نه باسي څو رفع حاجت وکړي. مودي ټینګار وکړ چې د معصومو ماشومانو ژوند ژغورل شوی... [د خلکو له لوري] پر روغتیايي چارو مصارف هم کم شوي دي.

Indien | Öffentliche Toilette in Bihar
انځور: Getty Images/AFP/P. Singh

د مودي پر ادعا سربیره، په هندوستان کې اوس هم ځیني شنونکي د مودي ادعا ته د شک په سترګه ګوري او وايي چې لا هم د نفوسو له اړخه د جنوبي آسیا په دې ستر هیواد کې میلیونونه وګړي تشنابونو ته لاس رسی نه لري.

د اقتصادي څیړنو له انستیتوت څخه سنګیتا ویاس په دې هکله وویل: «د تشنابونو مالکیت له ۳۵ سلنه څخه ۷۰ سلنه ته لوړ شوی دی. په دې ترتیب سره اوس په خلاصه فضا کې د تشناب [رفع حاجت کولو] ستونزه تر ډیره پورې حل شوې ده. نوموړې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې پر دې سربیره بیا هم د ۲۰۱۸م کال په دسمبر میاشت کې موږ اټکل کړی وو چې د بیهار، مدهیا، پرادیش، اتر پردیش او راجستان ایالتونو کې نیمايي نفوس لا هم په خلاصه فضا کې تشناب کوي.

Indien Müllfrauen in Mudali
انځور: Lakshmi Narayan

پر دې ټولو سربیره، د هندوستان د ۱،۳ میلیادره نفوسو له ډلې څخه شاوخوا ۶۰ سلنه یې له ۶۰۰ زره څخه په ډیرو کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دوی زیاتره یې په خپلو کورنو کې د شخصي تشنابونو د جوړولو توان نه لري نو له دې کبله دوی اړ دي چې په خلاصه فضا، ځنګلونو او یا هم په کندو کې تشناب وکړي.

موډي د خپلې وینا په ترڅ کې همدا راز وویل چې دغه سفر لا هم پای ته نه دی رسیدلی او دا يو موږ د هندوستان د پاکولو خپل دغه سفر ته ادامه ورکړو.