1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مودي: زه د افغانستان خلکو ته د ټیسټ لوبې مبارکي وایم

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

د هند لومړي وزیز نریندر مودي د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې هیله من دی د افغانستان او هند تر منځ د کریکټ ټیسټ لوبه په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو او متحدینو تر منځ اړیکې لا پسې پياوړي کړي.

https://p.dw.com/p/2zWAH
Asghar Stanikzai, Abdullah Abdullah Cricket Afghanistan Indien Testspiel
انځور: picture- alliance/AP Photo/A. Rahi

افغانستان خپله لومړۍ تاریخي ټیسټ لوبه د پنجشنبې په ورځ د هند په بنګلور ښار کې پیل کړه. لوبې ته د دواړو هیوادونو جګپوړي چارواکي هم ورغلي دي.

مودي د خپل ټویټر په پیغام کې لیکلي دي: «زه د افغانستان خلکو ته د دې له کبله مبارکي وایم چې لوبډله یې لومړۍ ټیسټ لوبه تر سره کوي. پر دې خوښ یم چې د خپلې تاریخي لوبې له پاره یې د هند غوره کړی دی. دواړو لوبډلو ته ښه هیلې!» هغه په خپل پیغام کې هیله څرګنده کړې ده چې سپورت به د داړو هیوادونو خلک لا سره نزدې او اړیکي پیاوړي کړي.

د هند د سپورت وزیر راجیوردن راټور، مخکې له دې چې د لوبې د پیل تر مخه له افغان لوبغاړو سره روغبړ وکړي، د هند د لومړي وزیر د مبارکې پیغام ولوست.

د تیر میلادي کال په جون میاشت کې د آیرلنډ تر څنګ افغانستان ته د کریکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د بشپړ غړیتوب دریځ ورکړ. په دې سره افغانستان په نړۍ کې ۱۲ هیواد شو چې د ټیسټ لوبه تر سره کوي. هند د کریکټ د ټیسټ لوبو په نړیوالو درجه بندیو کې لومړی ځای لري.

همداشان د لوبې تر پیلیدو د مخه د هند پخواني آلراونډر سلیم دراني له لوري د افغانستان لوبډلمشر اصغر ستانکزي ته یوه یادګاري نخښه ورکړل شوه. هند لا ترمخه جګړه ځپلي افغانستان ته په خپل هیواد کې د دوو لوبغالو د ورکولو ژمنه کړې څو په خپل کوربه توب پکښې د نورو هیوادونو له لوبډلو سره لوبې وکړي.

رویټرز آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې نوی ډهلی له افغانستان سره نزدې اړیکي لري او دواړه خپل ګډ ګاونډي هیواد پاکستان په دې تورنوي چې پر خپله خاوره د تندلارو یاغیانو پر وړاندې پوره څه نه کوي.