مهم خبرونه په متن او انځور کې
په فاریاب کې د طالبانو له بنده ۸۳ بندیاین آزاد شوي
افغان امنيتي ځواکونو په فارياب ولايت کې د طالبانو له یوه زندان څخه په لسګونو بندیان آزاد کړي دي.د فارياب د والي وياند جاويد بيدار د پنجنشبنې په ورځ دويچه وله ته وويل چې دغه بنديان تيره شپه د افغان امنيتي ځواکونو په يو لړ عملياتو کې چې د پریکړنده ملاتړ ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو، د قیصار ولسوالۍ په شاخ سيمه کې د طالبانو د يوه پخواني زندان څخه آزاد شوي دي.
په صربستان کې یو افغان مهاجر د یوه بل افغان مهاجر د وژل په تور نیول شوی
د صربستان پولیسو یو ۱۷ کلن افغان مهاجر په بلګراد کې د یوه بل افغان د وژلو په تور نیولی دی. پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی اوس د یوه بل ۱۷ کلن مهاجر په لټه کې هم دي چې ورباندې د چهارشنبې ورځې په پیښه کې د ښکیلتیا شک کیږي. پولیس شک لري چې دغو دواړو پناه غوښتونکو یو افغان په جړې وژلی دی.
په بلوچستان کې دوه امنیتي ځواکونه په ډزو وژل شوي
د پاکستان پوځ ویلي دي چې شکمنو یاغیانو د بلوچستان ایالت په هیرنی سیمه کې د پوځي ملیشو پر موټر باندې چې ګزمه یې کوله ډزي کړي او دوه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي. زیاته شوې چې برید کوونکي په تیښته بریالي شوي دي. د پوځ په اعلامیه کې راغلي دي چې امنیتي ځواکونو د اختر په ورځو شپو کې د امنیت د ټینګښت په موخه پر دنده ګمارل شوي ول، د برید کوونکو لټون روان دی. د برید مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
سیاستوال په نورماندي کې د ډي ډی ورځ یادون کوي
د انګلستان په سویل کې د ډي ډی، د ورځې د یادون مراسمو تر لمانځل کیدو وروسته اوس دغه مراسم په فرانسه کې هم تر سره کیږي. د ۷۵ ځل له پاره دغه مراسم د فرانسې په نورماندي کې د ائتلافي ځواکونو د ښکته کیدو په یاد لمانځل کیږي. په دغه مراسمو کې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ سره ډیر شمیر نړیوالو سیاستوالو ګډون کړی دی.
تایوان غواړي امریکایي وسلې راونیسي
تایوان دا رپوټونه تائید کړي دي، چې په لوی مقدار کې نوې امریکایي وسلې رانیسي. دغه جزیریي جمهوریت پلان لري چې پر نورو سربیره تر سلو زیات ټانکونو او تر ۱۲۰۰ زیات دفاعي توغندیو د رانیولو فرمایش ورکړي. چین چې خپل دغه ګاونډي ټاپو خپله خاوره انګیري دغه ګام په کلکه غندلی دی.