مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په آسترالیا کې پولیسو د رسنیو پر دفترونو چاپې وهلي
د استرالیا فدرالي پولیسو د دغه هیواد د ملي راډیو تلویزون پر نشراتي ادارو د چهارشنبې په ورځ چاپي وهلي دي. دغه چاپې په ۲۰۱۷م کال کې د افشا شویو پوځي اسنادو سره تړاو لري چې ښيې د دغه هیواد پوځ په افغانستان کې د احتمالي جنګي جنایتونو له کبله تر تحقیق لاندې نیول شوی وو.
د پاکستان پوځ د خپلې بودجې په راکمولو راضي شوی
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د دې هیواد پوځ په یوه بې ساري اقدام کې منلې ده چې د یوه کال له پاره خپله بودجه کمه کړي، څو د پاکستان «د اندیښنې وړ مالي وضعیت» سره مرسته وشي. رویټرز خبري آژانس د رپوټ له مخې پاکستان په اصولو کې د پیسو له نړیوال صندوق سره موافقې ته رسیدلې دي چې تر شپږ میلیارده ډالرو پور ترلاسه کړي خو پاکستان باید د دغو پیسو د ترلاسه کولو له پاره ځینې اقدامات وکړي.
د هوا ککړتیا په افریقا کې مخ پر زیاتیدونکي ستونزه ده
د یونیسف د معلوماتو له مخې په افریقا کې د هوا د ککړتیا له کبله د مړیني شمیر په تیره لسیزه کې تر دوه برابره ډیر لوړ شوی دی. د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په نیویارک کې په خپل وړاندې کړي رپوټ کې ویلي دي چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې ۲۵۸ زره پیښې رامنځ ته شوي دي. د یونیسف د رپوټ له مخې په ځانګړې توګه ماشومان له خطر سره مخامخ دي.
د فوټبال د نړیوال فیدراسیون د مشر په توګه د انفانتینو ټاکل کیدل
جیاني انفانتینو یو ځل بیا د فوټبال د نړیوال فدراسیون یا فیفا د مشر په توګه وټاکل شو. انفانتینو چې یو سویسی دي په پاریس کې د فوټبال نړیوالې اتحادیې کنګرې د نورو څلورو کلونو له پاره د هغه ټاکل کیدل تائید کړل. د خپل ټاکل کیدو لږ تر مخه انفانتینو پر خپلو ځینو تیروتنو اعتراف کړی وو، خو په ټوله کې یې د خپلې کاري دورې نتیجه مثبته ارزولي. د هغه په خبره د ده د مشرۍ پر وخت فیفا د افتضاح کلونه تر شا پریښي.
د ډي ډی، ورځې د یادون مراسم پیل شول
د انګلستان په سویلي ښار پورتس موت کې د ډي ډې، د یادون مراسم پیل شول. دغه مراسم د فرانسې په نورماندي کې د ائتلافي ځواکونو د ښکته کیدو په یاد لمانځل کیږي. په دغو مراسمو کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل، په ګډون د ډیر شمیر هیوادونو مشران برخه اخلي. د ډي ډی، ورځې په دوهمه نړیواله جګړه کې نازي آلمان ته په ماتې ورکولو ځانګړې ونډه درلوده.
په اوګندا کې ځمکې ښویدنې مالي او ځاني زیانونه اړولي
په اوګاندا کې سخت ورښتونه د ځمکې ښویدنې سبب شوي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې لږ تر لږه د پنځو تنو د وژل کیدو خبره کیږي. سره صلیب ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په بودودا سیمه کې ۱۵۰ کورونه ځمکې ښویدنې اغیزمنه کړي او شا او خوا ۵۰ تنه لادرکه دي.