مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په کابل کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي چي د کابل په ختيځ کي د امریکايي ځواکونو پر کاروان د موټربم بريد سوی دی. هغه ويلي دي: «له بده مرغه په دغه بريد کي زموږ څلور هيوادوال وژل سوي او درې نور ټپيان دي.» هغه زياته کړه چي ټپيان سوي کسان ملکيان دي. په افغانستان کي د پریکړنده ملاتړ ماموريت يوه وياند ويلي دي چي څلور تنه امريکايان سرسري ټپيان دي. د طالبانو وياند د پيښي مسئوليت منلی دی.
ایران د خلیج د همکاریو شورا او عربي لیګ له خوا خپور شوی پریکړه لیک غندلی
ایران په مکه کې د خلیجي هیوادونو د همکارۍ شورا او عربي لیګ د بیړنۍ غونډه اعلامیه غندلې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند عباس موسوي د جمعې په ورځ ویلي دي چي سعودي عربستان د روژې سپیڅلې میاشت او د مکې سپیڅلی ښار څخه ناوړه استفاده وکړه، څو د نورو هیوادونو په وکالت د ایران پر وړاندې بې اساسه تورونه ولګوي. د غونډو په بیانیو کې پر ایران باندې غږ شوی چې د عربي هیوادونو د حاکمیت د حق درناوی وکړي.
میرکل او پمپیو د دواړو هیوادونو پر ټینګو اړیکو ټینګار کړی
د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل دې هیواد ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د لومړي رسمي سفر په ترڅ کې د دواړو هیوادونو پر نزدې اړیکو باندې ټینګار کړی دی. میرکل په صدارت مقام کې پمپیو ته د هرکلي پر مهال ویلي دي چې »د اروپا دباندې متحده ایالات د آلمان مهم شریک دی او پاتې کیږي.« پمپیو هم آلمان د یوه »لوی او مهم متحد« په توګه یاد کړی دی.
ابو سیاف افراطي ډلې په فلیپين کې یو هالنډی برمته نیول شوی سیلانی وژلی
د فلیپین د پوځ د معلوماتو له مخې د ابو سیاف په نوم ترهګرې ډلې یو هالنډی سیلانی تر اووه کلن برمته نیونې وروسته وژلی دی. د پوځ د معلوماتو له مخې دغه کس په جولو ټاپو کې هغه مهال ویشتل شوی دی چې له یوې نښتې څخه د تیښتې په حال کې وو. دغه هالنډی له ۲۰۱۲م کال راهیسې د ابو سیاف ډلې په بند کې وو.
رپوټ: د امریکا له پاره د شمالي کوریا ځانګړی استازی اعدام شوی
د سویلي کوریا د یوې رسنۍ د رپوټ له مخې د ویتنام په هانویي کې تر سرمشریزي وروسته شمالي کوریا د امریکا متحده ایالاتو له پاره خپل ځانګړی استازی اعدام کړی دی. د چوزن ایلبو، په نوم رسنۍ د یوې سرچینې له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رپوټ ورکړی دی چې کیم هایوک شول په مارچ میاشتې د راستنیدو وروسته اعدام شوی دی. د متحده ایالاتو د ولسمشر او د شمالي کوریا د واکمن تر منځ دغه غونډه بې له کومې پایلې ختمه شوه.