مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
په ارجنټاين کي د G20 سرمشريزه
د G20 په سرمشریزه کې د نړۍ د بیلا بیلو هیوادونو مشران د ارجنتاین په پلازمېنه بوینس آیرس کي سره راټول شوي دي. په اصل کې باید د G20 غونډه پر ودې او بنسټونو باندې تمرکز وکړي، خو د جمال خاشقجي وژنه، د یمن جګړه، د امریکا او چین تجارتي جنجالونه او د روسیې او اوکراین شخړه به هم د غونډې د بحث له اصلي موضوعګانو څخه وي.
د شینډنډ په نښته کې ۲۹ تنه وژل شوي دي
یوه افغان چارواکي ویلي دي چې د هرات په شينډنډ ولسوالي کې د طالبانو او يوې دولت پلوه پیاوړي ملیشې ډلې تر منځ نښتو کې ۲۹ کسان وژل شوي دي. په نښتو کې چې د طالبانو تر یوه کمین وروسته رامنځ ته شوې دي ۱۷ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد، ویلي دي چې پیښه د دې ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
اوکراین د روسیې پر اتباعو سفري شرایط نور هم سخت کړل
اوکراین د پوځي قانون یا مقرراتو تر لګولو وروسته د روسيې پر اتباعو سفري شرایط نور هم سخت کړي دي. د اوکراین د سرحدي ځواکونو مشر ویلي دي چې له ګاونډي هیواد څخه هغو کسانو ته چې عمرونه یي د۱۶او۶۰ کلونو په منځ کې وي، په عمومي ډول د دوی هیواد ته د ورتګ اجازه نه ورکول کیږي. یوازې د بشري علتونو له کبله استثنا شته لکه د مړي د ښخولو په مراسمو کې ګډون.
سویلي او شمالي کوریا تر منځ ښایي د اورګاډو تګ راتګ پیل شي
شمالي او سویلي کوریا غواړي چې د اورګاډو تګ راتګ بیا پیل کړي. سویلي کوریا په یوه اورګاډي کې د متخصیصونو یوه ډله شمالي کوریا ته استولې ده چې په راتلونکو کابو درو اونیو کې د شمالي کوریا له مسلکي کسانو سره د اورګاډې د مسیر شرایط و ارزوي.
د مرکزي افریقا جمهوریت د ماشومانو د وضعیت په هکله اندیښنه
په مرکزي افریقا جمهوریت کې له پنځو کلونو راهیسې د روانې کورنۍ جګړې له کبله، یونیسیف په دغه هیواد کې وضعیت په ځانګړې توګه د ماشومانو له پاره ویجاړونکی بللی دی. د یونیسیف په رپوټ کې راغلي دي چې شا او خوا ۱،۵ میلیونه ماشومان چې د دغه هیواد د ټولو ماشومانو دوه پر دریمه برخه ده، بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. زیاته شوې ده چې د اټکلونو له مخې ۴۳۰۰۰ ماشومان د لوږې له کبله یې ژوند له خطر سره مخامخ دی.
تیر کال شري ۱۱۰ زره انسانان وژلي دي
د روغتیا نړیوال سازمان د شري یا سرخکان ناروغۍ له پراخیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د دغه سازمان په وینا په ۲۰۱۷م کال کې۱۹۰ زره پيښې ثبت شوي دي، چې د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۳۱ سلنه زیاتي دي. خو ویل شوي دي چې دغه شمیر یوازې یوه برخه ده. د روغتیا نړیوال سازمان د محاسبې د مودل له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په شري د اخته شوو کسانو شمیر ۶،۷ میلیونو وو او په همدغه کال کې د دغې ناروغۍ له کبله ۱۱۰ زره انسانان مړه شوي دي.