مهم خبرونه په متن او انځور کې
په هوایي بریدونو کې د ملکي افغانانو د تلفاتو په هکله د یوناما انديښنه، ترکۍ محکمې د یوچل د تاوان ورکولو عریضه رد کړه، د سویلي کوریا او امریکا تر منځ د آزادې سوداګرۍ تړون...
په هوایي بریدونو کې د ملکي افغانانو د تلفاتو په هکله د یوناما انديښنه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما، د سه شنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې د هوایي بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو له زیاتیدو په اندیښنه کې دي. یوناما وویل چې داسې د «اعتماد وړ تورونه» ورته رسیدلي دي چې په کې ویل شوي چې د شنبې په ورځ په کاپیسا ولایت کې د یوه روزونکي پر کور باندې هوایي برید شوی دی جې په پایله کې یې د یوې کورنۍ نهه غړي وژل شوي.
اروپایي اتحادیه د یوه مالي کانال له لارې د ایران پر وړاندې د امریکایي بندیزونو مخنیوی غواړي
اروپایي اتحادیه غواړي چې د یوې مالي موسسې په رامنځ ته کولو سره د ایران پر وړاندې د امریکایي بندیزونه مخه ونیسي او د ایران له اسلامي جمهوریت سره شوی اتومي تړون وژغوري. په نیویارک کې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو مسوولې فدریکا موګریني ویلي دي، چې له ایران سره د سوداګرۍ په برخه کې د آسانتیاو راوستلو په موخه د دغسې یوه ځانګړي کانال د جوړولو په هکله پریکړه شوې ده.
ترکۍ محکمې د یوچل د تاوان ورکولو عریضه رد کړه
یوې ترکۍ محکمې د آلمان د «ویلت» په نامه د ورځپاڼې د خبریال دینڅ یوچل، د یوه کال له پاره د حبس په تیرولو کې د تاوان دعوا رد کړې ده. د یوچل مدافع وکیل ویلي دي چې محکمې د دې له پاره هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی. د هغه په خبره یوچل به د دې پریکړې پر وړاندې اعتراض وکړي. د مدافع وکیل په وینا هغه هوډ څرګند کړی چې څومره چې امکان ولري دغه څه تعقیب کړي او آن د اروپا د بشري حقونو تر محکمې خپل عرض ورسوي.
د سویلي کوریا او امریکا تر منځ د آزادې سوداګرۍ تړون
په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو او چین تر منځ سوداګریز کړکیچ لا پسې زور اخیستی، د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ په نیویارک کې د سویلي کوریا له ولسمشر مون جای ان سره د آزادې سودګرۍ یو تړون لاسلیک کړ. مون ویلي دي چې د دواړو هیوادونو شرکتونه اوس د یوه باثباته اساس پر مخ خپله سوداګري کولی شي. ترمپ له یوه مهم پرمختګ څخه یادونه کړي، څو له سویلي کوریا سره د متحده ایالاتو سوداګریز کسر راکم شي.
په اروپایي اتحادیه کې د کال په دوهمه ربع کې د پناه غوښتنې په قضیو کې یو څه زیاتوالی لیدل کیږي
د روان میلادي کال په دوهمه ربع کې په اروپایي اتحدیه کې د پناه غوښتنې په عریضو کې یو څه ډیروالی لیدل کیږي. د اروپایي اتحادیې د احصایې ادارې د وینا له مخې له اپریل میاشتې څخه تر جون میاشتې پورې ۱۳۶۷۰۰ کسانو د خوندیتوب له پاره عریضې کړي دي. زیاته شوې ده چې دغه شمیر د لومړۍ ربع په پرتله څلور سلنه ډیروالی ښيي او د ۲۰۱۴م کال د همدې مودې په پرتله په یوه سطحه کې قرار لري.