مهم خبرونه په متن او انځور کې
مهم خبرونه په متن او انځور کې
«د طالبانو برید کې ۱۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي»
د یوه افغان چارواکي په وینا د طالبانو په یوه برید کې لږ تر لږه لس عسکر او دوه پولیس وژل شوي دي. اسوشیتد پرس خبري آژانس د فراه د ولایتي شورا مشر فرید بختاور، له قوله لیکلي دي چې طالب جنګیالیو د پنجشنبې په سهار هڅه وکړه چې پشت رود، ولسوالۍ کې د اردو یو مرکز ونیسي. د هغه په خبره په نښته کې ۲۲ طالبان هم وژل شوي دي. په بالا بلوک ولسوالۍ کې په یوه بل برید کې درې پولیس وژل شوي دي.
رپوټ: ماسن اې اف ډې ته ترمخه د یوه استخباراتي رپوټ په هکله معلومات ورکړي
د آلمان د داخلي استخباراتي ادارې مشر هنس ګیورګ ماسن، د آلمان له پاره بدیل نومي ګوند (اې اف ډي) فراکیسیون ته د دغې ادارې د ۲۰۱۷م کال د رپوټ داسې معلومات ورکړي، چې خپاره شوي نه دي. د اې اف ډي ګوند پارلماني استازي شتیفن براندنر، یوه آلماني تلویزون ته ویلي دي چې ماسن ده ته په یوه شخصي ملاقات کې د استخباراتي ادارې د رپوټ په هکله ارقام ورکړي چې لا تر اوسه خپور شوی نه دی.
زیهوفر: له ایټالیې سره د مهاجرو په تړاو مذاکرات بشپړ شوي
د آلمان د حکومت د معلوماتو له مخې د آلمان له سرحدونو څخه د مهاجرو د بیرته ستنولو په هکله له ایټالیې سره یوه توافق رامنځ ته شوي. د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست زیهوفر، په پارلمان کې وویل چې پر دغه توافق باید یوازې دی او د ایټالیې د کورنیو چارو وزیر لاسلیک وکړي. د ایټالیې د کورنیو چارو وزارت د کړیو په حواله ویل شوي دي چې تر هغه وخته چې پر دغه سند لاسلیک نه وي شوی دغه توافق بشپړ نه انګیرل کیږي.
سویلي کوریا او شمالي کوریا د ترینګلتیا د راکمولو په موخه خبري کړي (آرشیف انځور)
د سویلي او شمالي کوریاو تر منځ د ترینګلتیا د راکمیدو د اقداماتو په هکله خبرو ادامه موندلې ده. د سویلي کوریا د یونهاپ، په نوم خبري آژانس د حکومتي کړیو له قوله رپوټ ورکړی دی چې د دواړو هیوادونو پوځي استازو په سرحدي سیمه کې پر دې باندې خبري کړې دي چې د لویدیځ سواحلو په مخکې شخړه ایزه سمندري پوله د سولې د زون په توګه وټاکل شي.
په اګست کې ۱۵۱۲۲ کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده
د آلمان د کورنیو چارو وزارت په وینا د روان میلادي کال په اګست میاشت کې په آلمان کې ۱۵۱۲۲ کسانو د پناه غوښتنه کړې ده. زیاته شوې ده چې دغه شمیر د جولای میاشتې په پرتله ۰،۵ سلنه او د ۲۰۱۷م کال د اګست میاشتې په پرتله ۱۸،۹ سلنه کم دی. زیاته شوې ده چې ډیر مهاجر د سوریې، عراق او ترکیې وو او تر هغې وروسته بیا د ایران او افغانستان وو.
په امریکا کې د توپان له کبله خلکو خپل کورونه پریښي
د «فلورینس» په نوم سمندري توپان د امریکا په سویل ختیځ کې د خلکو د ډله ایزې تیښتې سبب شوی دی. په زرونو کسانو د دغه توپان د رارسیدو دمخه خپل ټاټوبي پریښي دي. د موټرو د ډیرې ګڼې ګوڼي له کبله عمومي سړکونه بند دي. شا او خوا پر ۱،۷ میلیونه کسانو غږ شوی دی چې ساحلي سیمه پریږدي. د دغه توپان سرعت په یوه ساعت کې ۷۵ کیلومتره ته رسیږي، خو بیا هم خطرناک انګیرل کیږي.