مهم خبرونه په متن او انځور کې
د امریکا د دفاع وزیر له افغان ولسمشر سره ولیدل
د امریکا متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس د جمعې په ورځ کابل ته په ناڅاپي سفر ورسید. له متیس سره د متحدو ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف دانفورد هم په دغه سفر کې ملتیا کوي. هغوی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او له اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره لیدلي دي. متیس په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي چې د چهارشنبې په ماښام پلازمېنه کابل کې غبرګونو چاودنو لږ تر لږه د ۲۱ کسانو ژوند واخیست.
کابل ته یوه بله ډله رد شوي مهاجر اخراجیږي
په افغانستان کې د ورځ تر بلي امنیتي وضعیت پر خرابيدو سربیره په پام کې ده چې د راتلونکې اوونۍ په نیمایي کې يوه بله ډله رد شوي افغانان خپل ټاټوبي ته اخراج شي. دغه خبره په افغانستان کې یوې حکومتي سرچیني او همداشان په آلمان د مهاجرو فعالانو تائید کړې ده. د بایرن ایالت د مهاجرو له شورا څخه شتیفن دون ولد، ویلي دي چې دغه الوتکه به د سه شنبې په ماښام د مونشن له هوايي ډگره والوزي.
په ایران کې د سوریې د ادلب په هکله خبرې اترې کیږي
د ایران په پلازمېنه تهران کې روسیه، ترکیه او ایران د سوریي په ادلب ښار کې د احتمالي پوځي عملیاتو په هکله سلا مشورې کوي. د «صباح» په نوم ترکۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې انقره به د یاغیانو د بې وسلې کولو او په یوه بل ځای کې د ځای پر ځای کولو وړاندیز وکړي، څو پیش بیني شوې جګړې محدودې کړي. زیاته شوې چې رجب طیب اردوغان به دغه موضوع د ایران او روسيې ولسمشرانو حسن روحاني او ولادیمیر پوتین ته روښانه کړي.
امریکا غواړي ډیر وخت د مهاجرو غیر قانوني کورنۍ په بند کې وساتي
د امریکا متحدو ایالاتو حکومت غواړي چې دغه هیواد ته په غیر قانوني توګه ورغلې مهاجرې کورنۍ ډیر وخت په توقیف کې وساتي. د اړونده وزارت د یوې مسودې له مخې دغه کورنۍ به تر هغه وخته پوري په توقیف کي وي، څو یې د قضیې په هکله پریکړه نه وي شوې. تر څه مودې وړاندي پورې به چارواکو په سیستماتیک ډول ماشومان له خپلو کورنیو بیلول او بیا به یې جلا کمپونو ته لیږدول.
هیکرانو د بریټش ایرویز د مشتریانو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړی
بریتانوي هوایي شرکت «بریټس ایرویز» د هیکرانو یا سایبري بریدونو هدف ګرځیدلی دی. د دغې شرکت مشر الیکس کروز ویلي دي چې مجرمینو د مشتریانو معلوماتو ته لاس رسی پیدا کړی دی. زیاته شوې ده چې اغیزمن شوو کسانو ته په سملاسي توګه خبر ورکړل شوی دی. په ټوله کې د دوو اونیو په ترڅ کې ۳۸۰ زرو بانکونو او کریډټ کارتونو د اسعارو د راکړې ورکړې موضوع مطرح ده.
مکسیکو کې ډله ایز قبر موندل شوی
په مکسیکو کې په یوه ډله ایز قبر کې لږ تر لږه ۱۶۶ جسدونه موندل شوي دي. د څارنوال په وینا دغه قبر د ویراکروز په ایالت کې دی. زیاته شوې ده چې دغه ډله ايز قبر دوه کاله پخوانی دی او تحقیق کوونکو ډیر شمیر جامې، تذکرې او نور شخصي شیان موندلي دي. د یوه مخبر د معلوماتو له مخې په دغه ځای کې ښايي څو سوه کسان ښخ کړل شوي وي او چارواکي په دې هڅه کې دي چې نور جسدونه ومومي.