مهم خبرونه په متن او انځور کې
په افغانستان کې ۱۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي، جاپان کې سختې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده، د شمالي او سویلي کوریا مشران سره ویني...
په افغانستان کې ۱۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي
د افغانستان پر امنيتي ځواکونو باندي د وسله والو طالبانو په دوو يرغلونو کي ۱۹ عسکر او پوليس وژل شوي دي. بريدونه په بادغيس او تخار کي شوي دي. د بادغيس د پوليسو وياند نقيب اميني رسنيو ته ويلي دي چي د دغه ولايت په آب کمري ولسوالۍ کي د ملي اردو د موټرو پر کاروان باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي ۱۱ عسکر وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې په دغه جگړه کي ۱۳ طالبان هم وژل شوي او ۹ نور ټپيان شوي دي.
جاپان کې سختې زلزلې مرګ ژوبله اړولې ده
د جاپان په شمال کې د یوې سختې زلزلې په پایله کې اووه کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ زیان ټپیان شوي دي. د ورکړل شوو رپوټونو له مخې د جاپان په شمالي ټاپو هوکایدو کې د ځمکې ښویدنې په پایله کې د کورونو تر ویجاړیدو وروسته ځینې کسان لادرکه شوي دي. په تلویزوني انځورونو کې ویجاړ شوي کورونه او سړکونه لیدل کیږي چې تر اوبو لاندې دي. د هوکایدو پر شا او خوا درو میلیونو کورونو برق قطع شوی دی.
د شمالي او سویلي کوریا مشران سره ویني
د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون او د سویلي کوریا ولسمشر مون جای ان، په سپتمبر میاشتې کې ملاقات کوي. دا په روان مېلادي کال کي دريم وار دی چي دوی سره ويني. د سویلي کوریا حکومت اعلان کړی دی چې دغه خبرې اترې به د سپتمبر مياشتي له اتلسمې څخه تر شلمې نیټې پورې د شمالي کوریا په پلازمېنه پیونګ یانګ کې تر سره شي.
مېرکل په خپل هیواد کې له یو ترینگلي وضعیت څخه خبره کوي
د آلمان صدراعظمې انګلا مېرکل د زاکسن ایالت په کېمنتڅ کې ښار کې د وروستیو پيښو وروسته، په آلمان کې سیاسي فضا ترینګلې یاده کړې ده. د آلمان له یو شخصی تلویزونی چينل آر ټي ال، سره په یوه مرکه کې هغې وویل باید د ټولو هغو قوتونو ملاتړ وشي چې د نژاد پرستي او کرکې پر وړاندې مبارزه کوي. د هغې په خبره دا باید د کېمنتڅ پیغام اوسي.
په نړۍ کې ۷۵۰ میلیونه کسان بې سواده دي
په نړۍ کې لږ تر لږه ۷۵۰ میلیونه لویان لیک لوست نه شی کوی. د آلمان په بون ښار کې د یونیسکو کمیسیون ویلي دي چې د تیر کال په پرتله د بې سوادو کسانو په شمیر کې ډیر کم بدلون راغلی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په دغه ډله کې ۱۰۲م میلیونه کسان داسې دي چې عمرونه یې د ۱۵ او ۲۴ کلونو تر منځ دي. زیاته شوې ده چې بیسوادي په آلمان کې هم یوه ستونزه ده.