مهم خبرونه په متن او انځور کي
مهم خبرونه په متن او انځور کي
میرکل په نړیوال سیاست کي د گډي معاملې غوښتونکې سوه
د جرمني په دورتموند ښار کي د پروتستانت کلیسا د یوې لويي غونډي پرمهال د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل په بين المللي سیاست کي د انفرادي معاملې پرضد خبري کړي دي. دې وویل، چي داپه دې برخه کي د یوې گډي معاملې طرفداره ده. میرکل پردې باندي انتقاد وکړ، چي په ځینو ځایونو کي بې اعتمادي د حکومتي سیاست په حیث اعلانیږي.
ایران واشنگټن ته اخطار ورکړی دی
د ایران خارجه وزارت خبر ورکړی دی، چي د امريکا د هر ډول تهاجم او تهدید پرضد به عکس العمل ښکاره کړي.خبري آژانس،تسنیم ددغه وزارت په حواله لیکلي دي، چي د ایران پر سرحدونو باندي یوې حملې ته به اجازه ورنه کړي. ددې دمخه دونالد ترمپ د هغه د خپلو اظهاراتو پر بنأ پر ایران باندي د یوې حملې څخه د هغه دتر سر رسولو لږ دمخه منصرف سو. دغه حمله د امریکا د یوې بې پیلوټه طیارې د ویشتلو په انتقام کي تر سره کیدله.
ترمپ ددفاع نوئ وزیر تعین کړی دی
د ایران سره دتازه تشنج په اوج کي د امريکا دمتحده ايالاتو جمهوررييس دونالد ترمپ مارک اېسپر ددغه هیواد ددفاع د وزیر په حیث تعین کړی دی. دغه خبر پرون جمعې ورځ(د جون میاشتي ۲۱ مه) سپيني ماڼۍ ورکړی دی. د تر اوسه پوري د امریکايي پوځ مشر، پاتریک شاناهان د امريکا ددفاع د وزارت سرپرستي پر غاړه درلوده. اوس نو د نوي دفاع د وزیر، اېسپر تعینیدل باید د امریکا د سنأ لخوا هم تایید سي.
د آسین سرمشریزه په بنکاک کي دایریږي
په بنکاک کي د جنوب-شرقي آسیا ددولتونو د اتحادیې(آسین – Asean) کلنۍ سرمشریزه شروع سوه. میلمه پال هیواد تایلنډ تر ټولو دمخه غواړي، چي د جهان د آزاد تجارت په تر ټولو لویه منطقه کي د رکود سره مخامخ مذاکراتو ته د پای ټکی کښیږدي. د آسین د اتحادیې لس هیوادونه غواړي د هغه په اقتصادي ملگرتیا- RCEP کي شامل سي.همدارنگه چین، هندوستان، جاپان ، جنوبي کوریا، اسټرلیا او نیوزیلنډ هم غواړي پکښي برخه واخلي.