مهم خبرونه په انځور او متن کې
په اندونیزیا کې زلزلې ۹۸ تنه وژلي دي، سعودي عربستان له خپله هیواد د کاناډا سفیر باسي، جاپان پر هیرو شیما باندې د غورځول شوي اتومي بم د قربانیانو یادون کوي...
په اندونیزیا کې زلزلې ۹۸ تنه وژلي دي
د اندونیزیا د سیلاني توب په مشهور ټاپو لومبوک کې د سختې زلزلې وروسته په زرونو سیلانیان، څیرمه ټاپو ته انتقال کړل شوي دي. ډیری شمیر سیلانیانو خپل سفرونه لغوه کړي دي. د ماتارام په هوایي ډګر کې خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ وو. د دغه هیواد طبیعي آفاتو پر ضد د مبارزې ادارې ویلي دي چې د یکشنبې د ورځې سختې زلزلې په پایله کې تر اوسه د ۹۸ کسانو وژنه تائید شوې ده او نور په سلګونو ټپیان دي.
سعودي عربستان له خپله هیواد د کاناډا سفیر باسي
د بشري حقونو پر سر کړکیچ کې سعودي عربستان د کاناډا سفیر ته د خپله هیواده د وتلو امر کړی او له کاناډا څخه یي خپل سفیر رابللی دی. د ریاض له لوري ویل شوي دي چې له اوتاوا سره سوداګریزي اړیکي ځنډول شوي دي. د دغې ناندرۍ شالید د کاناډا د بهرنیو چارو د وزیرې کریستیا فري لنډ، د فعالې ثمر بدوي برخلیک او د هغې د آزادیدو په هکله څرګندونې وې.
افغانستان ته اخراج شوی یو افغان بیرته راستنول کیږي
یو افغان چې په ناقانونه توګه له آلمان څخه افغانستان ته اخراج شوی وو، دا اوونۍ ښایي بیرته آلمان ته راوګرځي. دغه خبره په برلین کې د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې وکړه. زیاته شوې ده چې د دغه کس د بیرته راستنولو امر لا د جولای په اتلسمه نیټه شوی وو. د دغه افغان د پناه غوښتنې قضیه د اخراج تر وخته لا نه وه بشپړه شوې وه. له دې کبله باید دغه کس افغانستان ته نه وای اخراج شوی.
ایران د متحده ایالاتو د احتمالي بندیزونو پر وړاندې چمتووالی نیسي
ایران د خپلو اسعارو په نوي پلان سره د متحده ایالاتو د احتمالي بندیزونو او پر اقتصاد او ولس باندې د هغې د ممکنه عواقبو له پاره چمتووالی نیسي. د ایران دولتي تلویزون په یوه رپوټ کې راغلي دي دا چې له اوونیو راهیسې د ایران د پولي واحد ریال، د بیې د راټیټدو مخه ونیول شي، په ځینو مقرراتو کې یې تسهیلات راوستي. د بیلګې په توګه پر نورو سربیره به ایران ته د سرو زرو او بهرنیو اسعارو پر راوړلو محدویتونه نه وي.
جاپان پر هیرو شیما باندې د غورځول شوي اتومي بم د قربانیانو یادون کوي
د یو شمیر مراسمو په ترڅ کې جاپان پر هیرو شیما ښار باندې ۷۳ کاله دمخه د غورځول شوي اتومي بم د قربانیانو یادون وکړ. د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو ورځو کې د متحده ایالاتو له لوري د دغه بم د غورځولو په پایله کې ۱۴۰ زرو انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. درې ورځې وروسته پر ناګاساکي باندې د یوه بل اتومي بم د غورځیدو په پایله کې ۷۰ زره کسان وژل شوي وو.
د داعش آلمانی پلوي په عراق کې په عمري بند محکوم شوی
د عراق یوې محکمې یو ۲۲ کلن آلمانی د تندلارې ډلې داعش د غړیتوب له کبله په عمري بند محکوم کړی دی. په بغداد کې محکمې یو بل ۵۵ کلن فرانسوی هم په ورته جزا محکوم کړی دی. زیاته شوې ده چې دغه کسان د محکمې د پریکړې پر ضد مرافعه کولی شي. آلمانی لا تر مخه په یوه کلن بند محکوم شوی وو، ځکه چې په غیر قانوني توګه یې عراق ته سفر کړی وو.