مهم خبرونه له متن او انځور سره
د پاکستان پارلمان عمران خان لومړی وزير وټاکه
د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او د کریکټ پخوانی لوبغاړی عمران خان د پاکستان د پارلمان له خوا د لومړي وزير په توګه وټاکل سو. په دې ترڅ کي نوموړي د پارلمان له غړو ۱۷۶ رايي او مخالف کانديد شهباز شريف ۹۶ رايي په لاس راوړې. د تحريک انصاف ګوند د جولای په ۲۵مه په ترسره سوو پارلماني ټاکنو کي تر ټولو زياتي چوکۍ ګټلي وې. عمران خان به د شنبې په ورځ د لومړي وزير په توګه لوړه وکړي.
آلمانی طالب د ترهګرۍ په تور محاکمه کيږي
د آلمان څارنوالۍ د آلماني طالب په نوم پېژندل سوي کس پر ضد د ترهګرۍ رسمي تور لګولی دی. د توماس په نوم د طالبانو د ځانګړي قواوو دغه آلمانی غړی تقريبا نيم کال تر مخه په افغانستان کي نيول سوی وو. آلماني چارواکو د جمعې په ورځ وويل چي د توماس پر ضد يې د توندلاري اسلامستي ډلې د غړيتوب او د ځانمرګو بريدونو د تنظيم کولو تورونه لګولي دي.
د متحده ايالتو او ترکيې تر منځ لانجه ادامه لري
د ترکيې يوې محکمې د امريکايي کشيش انډريو برنسن، د نظربندۍ د پای ته رسولو درخواست رد کړی دی. د دغه کشيش وکيل ويلي دي چي محکمې فيصله کړې چي رنسن بايد د دې وروسته هم نظربند پاته سي. ترکيه پر دغه امريکايي د ترهګرو سره د تماس لرلو تور لګوي. خو د امريکا متحده ايالات دغه کس بې ګناه بولي او له ترکيې غوښتنه لري چي ژر تر ژره يې آزاد کړي.
آلمان او يونان د مهاجرو پر بېرته لېږد توافق ته نژدې سوي
د آلمان د کورنيو چارو وزارت وايي چي د آلمان او يونان تر منځ د مهاجرو د بېرته لېږد پر موضوع توافق ډېر نژدې سوی دی. دغه وزارت ويلي چي د اېټاليې سره پر اړونده تړون هم ډېر پرمختګونه سوي دي. د دې څخه تر مخه د هسپانيې سره داسي تړون لاسليک سوی ؤ چي هغه مهاجر چي په هسپانيه کي يې د پناه غوښتنه کړې وي خو بيا آلمان ته راسي، هغوی به د دوو اونيو په جريان کي بېرته هسپانيې ته لېږدول کيږی.
ساينسپوهان ـ د غنمو بشپړ ژنيتيکي کود ولوستل سو
د «ساينس» په نوم مجلې په خپل يو راپور کي ليکلي چي د غنمو بشپړ ژينيتيکي کود د ساينسپوهانو له خوا معلوم او ثبت کړل سوی دی. کارپوهان د دغې لاس ته راوړنې وروسته هيلي څرګندوي چي ښايي د دغو معلوماتو په مرسته به د غنمو د داسو ډولونو جوړول ممکن سي چي هم به په چاپيريال کي د بدلون سره ځان عيار کړلای سي او هم دوامداره زيات حاصل ورکړي.
آلمان ـ سږ کال ۵ کسان په ناقانونه توګه اخراج سوي
آلماني چارواکو په روان ۲۰۱۸ کال پنځه پناه غوښتونکي بېله دې چي قانوني اجازه يې وي، له آلمان څخه اخراج کړي دي. دا معلومات د آلمان د کورنيو چارو وزارت د زرغون ګوند د يوې پوښتني په جواب کي ورکړي دي. په دغه جواب کي راغلي چي په ۲۰۱۸ کال پنځه کسان په داسي حال کي د چارواکو له خوا اخراج سوي، چي د هغوی اداري دوسيې لا په بشپړه توګه نه وې بشپړې سوي.