مهم خبرونه له متن او انځور سره
مهم خبرونه له متن او انځور سره
افغانستان ـ طالبانو په فارياب کي يو پوځي مقر ونيو
د افغانستان د حکومت وسله والې مخالفي ډلې طالبانو د هيواد په شمال فارياب کي يوه پوځي قرارګاه نيولې ده. د دغه ولايت سيميزو چارواکو ويلي دي چي په دې ترڅ کي ۱۰ افغان امنيتي ځواکونه وژل سوي او ۱۵ نور ژوبل سوي دي. په دغه جګړه کي د ۳۰ طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکول سوی دی. زياته سوې چي وسله والو طالبانو په لسهاؤ نور افغان امنيتي ځواکونه د ځان سره بېولي دي.
اردوغان: ترکيه نور امريکايي اليکترونيکي الات نه اخلي
د ترکيې ولسمشر رجب طيپ اردوغان اعلان کړی چي هيواد به يې نور د امريکايي اليکترونيکي آلاتو اخيستل بند کړي. اردوغان وويل چي که د امريکا متحده ايالات آی فونونه لري، نو له بل اړخه د هغه سيال شرکتونه لکه د سويلي کوريا سامسونګ هم سته. د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د جمعې په ورځ پر يو شمېر ترکي توليداتو ګمرکي تعرفې دوه چنده جګي کړي وې.
ايتاليا ـ د يو هسک پل رالوېدنې ۲۲ کسان ووژل
د ايتاليا هيواد په بندري ښار ګېنوا کي د يو هسک پل د رالوېدنې له کبله ۲۲ انسانان وژل سوي دي. د کورنيو چارو وزارت په لومړي سر کي د ۱۱ کسانو د وژل کېدو خبره کړې وه خو ژغورونکي عملې د لسهاؤ وژل سوو خبر ورکړی ؤ. دا پېښه هغه وخت رامنځ ته سوه کله چي پر پل ترميمي کار روان ؤ او د پل يوه اوږده برخه څلوېښت متره لاندي راولوېده.
په لندن کي شکمن موټري بريد تر سره سو
د لندن په ښار کي په يو شکمن موټري بريد کي يوه مېرمنه سخته ژوبل سوې ده. د سکاټلنډ يارډ پوليسو وياند ويلي چي دغه مېرمنه د مرګ د ګواښ سره نه ده مخامخ. دېرشو کالو ته نژدې عمر لرونکی موټروان د پوليسو له خوا نيول سوی او ورڅخه د ترهګرۍ په شک پوښتني ګروېږنې ادامه لري.
د آلمان حکومت له اقتصادي ګواښونو څخه خبرداری ورکوي
د آلمان حکومت د کال په پېل کي د اقتصادي ودې باوجوده له اقتصادي ګواښونو څخه خبرداری ورکړی دی. د اقتصاد وزارت په خپل تازه مياشتني راپور کي ويلي دي چي اقتصادي وده ثابته ده خو بعضي مهم اقتصادي تړاوونه بیا هم د نه اټکل وړ دي. کارپوهان په دغو د اټکل نه وړ اړخونو کي د امريکا د متحده ايالاتو سره تجارتي لانجه، له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيې د وتلو لا ناڅرګندې ممکنه اغېزې هم شمېري.
ترمپ د دفاعي بوديجې د زياتولو قانون لاسليک کړ
د امریکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ د ۷۱۶ ملياردو ډالرو په حجم دفاعي بوديجه توشيح کړې ده. په پام کي نيول سوې چي په دغو پيسو به د نورو تر څنګ زاړه ټانکونه، الوتکي او بېړۍ په نوو ماډلونو بدلې سي. د دې تر څنګ به د عسکرو په شمېر کي ۱۵۶۰۰ نور کسان هم ورزيات کړل سي.