مهم خبرونه له متن او انځور سره
ترکیه کې موټر بم چاودنې یوولس پولیس ووژل
د ترکیې په سویل ختیځ کې د یوې موټر بم چاودنې په پایله کې یوولس پولیس وژل شوي. د چارواکو په وینا په چاودنه کې د پولیسو ۷۵ چارواکي ټپیان شوي هم دي. زیاته شوې ده چې په جزیره ښار کې د چاودیدونکو توکو ډک موټر د پولیسو د مرکز مخې ته د تالاشۍ پوسته کې چاودلی دی. د شرناق والي د یوه ځانمرگي برید خبره کوي. بن علي یلدمیر منع کړی شوی کردي کارگر گوند یا پې کې کې، د دغه برید له پاره مسوول گڼلی دی.
په موگادیشو کې پر رستوانت تندلارو برید کړی
د سومالیا په پلازمېنه موگادیشو کې تندلارو ساحل ته څیرمه په یو مشهور رستورانت یرغل کړی او د امنیتي ځواکونو سره یې سخته نښته کړې. د عیني شاهدانو په وینا لومړی یوه موټر بم چاودنه رامنځ ته شوه او تر هغې وروسته وسله والو کسانو په هغه رستورانت کې ځانونه پټ کړل چې زیاتره وخت حکومتي چارواکي ورځي. لږ تر لږه د شپږو تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د برید مسوولیت د الشباب په نوم تندلارې ډلې اخیستی دی.
اوربان غواړي چې له صربستان پر پوله دیوال جوړ کړي
د هنگري لومړی وزیر ویکتور اوربان غواړي چې د دغه هیواد پر سویلي پوله لانمجمنې اغزنې کټارې د هغه د خپلې وینا له مخې پر داسې دیوال واړوي چې څوک یې عبور نه کړی شي. دغه ښي اړخه محافظه پاله سیاستوال د جمعې په ورځ په دولتي راډیو کې وویل چې د اوسنو کټارو تر څنگ د یوه پیاوړي امنیتي سیستم تخنیکي پلان باندې کار پیل شوی دی. د هغه په خبره نوی دیوال به د ضرورت پر وخت آن د سلگونو زرو مهاجرینو د درولو وړتیا ولري.
د فيلپین له پاره پر یوه اوربند توافق شوی
د فيلپین حکومت او کمونستي یاغیان په اوسلو کې د سولې په خبرو اترو کې پر یوه دایمي اوربند باندې توافق ته رسیدلي دي. د ناروې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی دی دواړو اړخونو په دې اړوند یوه اعلامیه لاسلیک کړې ده. خوسې ماریا سیزون ویلي دي چې په توافق کې پر سیاسي، اقتصادي او اساسي قانون کې پر اصلاحاتو باندې خبرې اترې شاملې دي. ماریا سیزون چې هالند کې په تبعید کې ژوند کوي د کمونست گوند بنسټ ایښی.
د بولیویا د کورنیو چارو مرستیال وزیر وژل شوی
په بولیویا کې د رسنیو د رپوټونو له مخې د کانونو کارگرو چې اعتصاب یې کړی دی، د دغه هیواد د کورنیو چارو مرستیال وزیر رودلفو ایلانس وژلی دی. یوې ځایي راډیو د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دي کارگرو دغه ۵۶ کلن وتښتاوه او ویې واژه. لا تر اوسه پورې دغه خبر په رسمي توگه نه دی تائید شوی. کارگرو د معدنونو د قانون د بدلون غوښتنه کوله چې په وروستیو کې تصویب شوی وو.
د کډوالۍ له کبله په آلمان کې د اوسیدونکو کسانو شمیر لوړ شوی
په تیر کال کې د آلمان د اوسیدونکو شمیر د کډوالو د راتگ له کبله دومره زیات شوی دی چې په تیرو پنځه ویشتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کیږي. د ۲۰۱۵م کال په پای کې په آلمان کې ۸۲،۲ میلیونه خلک اوسیدل. دغه شمیر د ۲۰۱۴م کال څخه ۹۷۸ زره یا ۱،۲ سلنه زیات دی. د آلمان د احصایې فدرالې ادارې ویلي دي چې دغه شمیر د آلمان د بیا یو ځای کیدو څخه تر ننه پورې د نفوس د زیاتیدو پر له پسې وده ښيي.