مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
جرمني د سعودي سره د وسلو پر صادراتو باندي غور کوي
د سعودي د منتقد ژورنالسټ خاشقجي تر وژل کیدو وروسته د جرمني حکومت د خلیج دغه عربي هیواد ته وختي اجازه ورکول سوي د وسلو صادرات هم تر پوښتني لاندي راوستلي دي. د حکومت ویاند شټیفان زایفرت په برلین کي وویل، چي پردغي فیصلې باندي به د سره غور وسي. سعودي عربستان د تیري شنبه په ورځ ومنله، چي خاشقجي یې د استانبول په قونسلگرۍ کي وژل سوی، خو په خبره یې دغه پيښه دمامورینو سره د کشمکشو پروخت رامنځته سوې ده.
د امریکا امنیتي مشاور په مسکو کي د لاوروف سره گوري
د امريکا امنیتي مشاور جان بولتن مسکو ته په سفر روان سوی دي، تر څو د روسیې خارجه وزیر لاوروف ته د خپل هیواد نظامي ستراتیژۍ تشریح کړي. ددې کار دلیل د ترمپ هغه اعلان دی، چي غواړي د مسکو سره د اټومي وسلو د محدودولو له تړون څخه ووزي. په ۱۹۸۷ کال کي امضأ سوئ دغه تړون دواړو قدرتو ته د هغو اټومي سر گلولو او راکټونو، چي د ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومتره فاصله طی کولای سي، د جوړولو او درلودلو اجازه نه ورکوي.
د ناټو نظامي تمرینات جرمني ته په ۹۰ ملیونه یورو تمامیږي
د ناټو په لویو نظامي تطبیقاتو "Trident Juncture" کي د الماني پوځ گډون جرمني ته په ۹۰ ملیونه یورو تمامیږي. ددغو پیسو تقریبأ نیمايي برخه ناروې ته ځي، چيري چی دغه نظامي تطبیقات کيږي. د الماني خبري آژانس-dpa په حواله به هلته د الماني پوځ د ۸۰۰۰ منسوبینو له پاره د نورو ترڅنگ ډوډۍ، ځای او دتطبیقاتو میدانونه تهیه سي. د پیسو بله نیمايي برخه به بیا د پرسونل د ترانسپورټ او نورو موادو کي مصرف سي.
اسټرلیا د سؤ استفادې ملامتي ومنله
د اسټرلیا صدراعظم سکاټ موریسن د کوچنیانو ډله ایزي سؤ استفادې ته په کتو سره د ملت ناکامي ومنله. ده په پارلمان کي وویل، چي هیواد یې قربانیان یوازي پریښوول او دا خبره به «تل شرم آوره پاته سي.» یوه تحقیقاتي کمیسون پنځه کاله اسناد او شواهد راټول او د قربانیانو سره یې خبري وکړې. دهغوی د تحقیققاتو پراساس د تقریبأ ۶۰۰۰۰ کوچنیانو څخه په مکتبو، لیلیو، سپورټي اتحادیو او کلیساوو کي جنسي سؤ استفادې سوي دي.
رسنۍ: په برلین کي ۵۰۰۰۰ کسان بې کوره دي
دیوې رسنۍ په حواله په ۲۰۱۵ م کال کي په برلین کي د بې کوره کسانو تعداد دوه چنده سوی دی. د RBB راډیو دبرلین د ډیرو سناتورانو په حواله رپوټ ورکړی دی، چي ۳۷۰۰۰ انسانان په رسمي ډول په عاجلو او مشترکو سرپناوو کي ځای پر ځای سوي دي. ددې تر څنگ ۱۳۰۰۰ نور هغه کسان هم راځي ، چي ددوستانو او ملگرو سره ژوند کوي او په راتلونکو کلونو کي به نور هم ډیر انسانان خپلي سرپناوي له لاسه ورکړي او بې کوره به سي.
ایتوپیا د یاغیانو سره د سولي تړون امضأ کړ
د ایتوپیاحکومت د یاغیي ډلي- ONLF سره د سولي یو تړون امضأ کړ. دغه گروپ، چي د اوگادین منطقې د جلاکیدو په خاطر جنگیږي، د «یوې تاریخي موافقې» څخه خبره کړې ده. په دې سره به په دغه سیمه کي د اوسیدونکو سیاسي حقوق وساتل سي. په شرق کي دغه منطقې تعلقیت د ایتوپیااو سومالیا ترمنځ شخړه ایز ؤ. اوسنئ تړون د صدراعظم اَبي احمد د پخلایني تازه اقدام دی، چي تردې دمخه یې د اریتریا سره هم د سولي یو تړون امضأ کړی و.