مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
افغانستان: د انتخاباتو پرمهال په چاودنو کي ډیره مرگ ژوبله رامنځته سوې
په کابل کي د انتخاباتي حوزو سره نژدې ډیر چاودونکي مواد چاودلي دي. پسله غرمې په کابل کي یوه بله چاودنه هم سوې ده. د کندوز څخه هم د حملو او چاودنو خبرونه رارسیدلي دي. په ټوله هیواد کي د جرمني د خبري آژانس په حواله د چاودونو پرمهال لږترلږه ۱۵ انسانان وژل سوي او تر ۶۰ اضافه نور زخمیان سوي دي. دا هم په داسي حال کي ده چه په لسهاوو زره عسکر او پولیس د انتخاباتو امنیت ساتي.
سعودي عربستان د خاشقجي مرگ تایید کړ
د ژورنالسټ جمال خاشقجي تر ورک کیدو تقریبأ دوې اوونۍ وروسته سعودي عربستان منلې ده، چي د رژیم دغه منتقد په استانبول کي ددغه هیواد په قونسلگرۍ کي وژل سوی دی. د سعودي دولتي خبري آژانس- SPA رپوټ ورکړی دی، چي خاشقجي د ډیرو کسانو له خوا د سوک وهلو پرمهال وژل سوی دی. په همدې قضیه کي ۱۸ سعودیان نیول سوي او تحقیقات جریان لري. خو داچي د هغه جسد چیري دي، په هکله یې معلومات نه دئ ورکول سوئ.
فون دیر لاین په مغولستان کي د خپلو عسکرو څخه لیدنه وکړه
په مغولستان کي د سیاسي مذاکراتو په شروع کیدو سره د جرمني د دفاع وزيري فون دیر لاین د آسیا او اسټرلیا څخه خپل سفر پیل کړ. د مغولستان ددفاع د وزیر نیامه اینکوبولډ سره تر لیدني وروسته، فون دیر لاین په پایتخت اولان باتور کی د صدراعظم د مرستیال، اولزیس خان اینکتوشین سره هم وکتل. ددفاع وزیري د آلماني پوځ د تقریبأ ۱۴ منسوبینو څخه هم لیدنه وکړه، چي منگولیايي عسکر د افغانستان د ماموریت له پاره روزري.
مهاجرينو د مکسیکو پر سرحدي پوستو باندي هجوم وروړی دی
تقریبأ ۱۰۰۰ هَندوراسي مهاجرو د گواتیمالا څخه د مکسیکو پر سرحدي پوستو باندي هجوم وروړی دی . هغوی له ډیرو موانعو څخه تیر او د مکسیکو خاوري ته رسیدلي دي. تردې دمخه پولیسو او عسکرو په ناکامۍ سره کوښښ کړی ؤ، چي د هغوی مخ راوگرزوي. د مهاجرو اصلي هدف مکسیکو ته تگ نه ، بلکي د امريکا متحده ايالاتو ته دئ. هندوراس یو د هغو هیوادونو له جملې څخه دی، چي د جنایتونو سطحه پکښي ډیره لوړه ده.
مسکو پر یوې روسۍ باندي د امریکا اقامهء دعوه «خنده آوره» بولي
د روسیې خارجه وزات پر یوې روسۍ باندي په انتخاباتو کي د شکمني لاسوهني په خاطر د امريکا د متحده ايالاتو اقامهء دعوه «خنده آوره» بللې ده. د روسیې د خارجه وزات معین سرگیې رجب کوف ویلي دي، ددې له پاره چي واشگټن د مسکو په مقابل کي تعزیرات توجیه کړي، ددغه ډول پلمو د پیداکولو کوښښ کوي. تردې دمخه د ویرجنیا ایالت لوی څارنوالۍ پر ېوې روسۍ باندي اقامهء دعوه کړې وه.
هندوستان. د یوه ریل گاډي په پيښه کي ۵۹ انسانان وژل سوي دي
یوه ریل گاډي په هندوستان کي ۵۹ انسانان وژلي او ۵۷ نور یې ټپیان کړي دي. دغه خبر دپنجاب ایالت صدراعظم امریندر سنگ نن شنبه ورکړی دی. سنگ وویل، چي ددغي غمجني پيښي تحقیقات شروع سوي او د یوې میاشتي په جریان کي به پای ته ورسیږي. دغه ریل پرون جمعه د امریتسر څخه په خپل سرعت سره پر خلگو ورغئ. هغوی د یوې میلې پر مهال د ریل گاډي په خط کي ولاړ وه او د اورلوبو او پټاکیو د ږغ له کبله یې د ریل ږغ نه ؤ اوریدلی.
د بریکزیټ د یوه دوهم ریفرانډم په خاطر مظاهرې
په زرونو کسانو په لندن کي د بریکزیټ د یوه دوهم ریفرانډم د ترسره کولو په خاطر مظاهرې وکړې. د هغوی د غوښتني پراساس باید بریتانویان د اروپايي ټولني څخه د وتلو په هکله د یوه تړون پخاطر د رايي ورکولو حق ولري. په ۲۰۱۶ م کال کي د یوه ریفرانډم پر مهال یوه لږ اکثریت د اروپا له تحادیې څخه د برتانیې د وتلو په خاطر رايي ورکړې.