مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
په فرانسې کې برید کوونکي خپل مور او خور وژلي
په فرانسه کي د چړې په واسطه د یوه برید کوونکي له خوا دوه وژل سوي قربانیان د هغه خپلوان دي. د پولیسو په حواله وژل سوي کسان د بریدکونکي مور او خور دي. دغه سړي د پاریس سره نژدې د تراپ په ښار کي دواړه پر عام سړک باندي ووژل او یو دریم کس یې زخمي کړ. دی پخپله د پولیسو له خوا وویشتل سو. که څه هم داعش د دغي پيښي مسؤلیت پر خپله غاړه اخیستی دی، خو د رپوټونو په حواله، پلټونکو د فامیلي شخړی شواهد پیدا کړي دي.
د یوگاندا پر رېپ موسیقي ږغونکي او پارلمان وکیل باندي د خیانت تور لگیدلی دی
د یوگاندا حکومت د اپوزیسون په مقابل کي د ډیر تشدد څخه کار اخلي. د رېپ موسیقی ږغونکي او د پارلمان د وکیل بوبي وین تر نیولو وروسته د ده ترڅنگ پر ۳۰ نورو مخالفینو باندي د ملي خیانت تور لگیدلی دی. ویل کیږي، چي پوځ او پولیسو دغه بندیان سخت شکنجه کړي دي. د وین د محاکمې ټلویزوني تصاویر ښکاره کوي، چي هغه سم پر لاري نه سي تللای. د ۱۹۸۶ م کال راهیسي جمهوررييس، موسیویني ددې مخکی منلې وه، چي وین زخمي دی.
ترمپ دجنوبي افریقا د زراعتي اصلاتو څخه په قهر دی
د جمهور رييس دونالد ترمپ د تویتر له لاري په جنوبي افریقا کي د پلان سوو زراعتي حاصلاتو له کبله خپل قهر ښکاره کړی دی. ترمپ خپل خارجه وزیر، مایک پومپیو ته وظیفه سپارلې ده، چي «په جنوبي افریقا کي د زراعتي حاصلاتو، ملکیت مصادره کولو او په ډله ایز ډول سره د سپین پوستو فارم لرونکو قتلونو ته توجه ورواړوي.» خو د جنوبي افریقا ډیرو اتباعو په اجتماعي شبکو کي د ترمپ د دغو خبرو پروا نه ده کړې.
هندوستان د سیلابونو سره خارجي مرستي رد کړي دي
د هندوستان حکومت هیڅ خارجي کومکونه نه مني، تر څو په جنوب کي د کیراله د ایالت د سیلابونو تاوانونه له منځ یووړل سي. هندوستان د نورو ترڅنگ د عربي متحده اماراتو د ۱۰۰ ملیونو ډالرو کومک کولو پیشنهاد هم رد کړی دی. د هندوستان د خارجه وزارت څخه ویل سوي دي، چي دغه هیواد به په خپل قوت سره دغه ضرورتونه مرفوع کړي. خو د سیلاب ځپلو سیمو سیاستمدارانو د دغه تصمیم په مقابل کي هیڅ تفاهم ندی ښکاره کړی.
ددولتي مرستو اخیستونکو پناه غوښتونکو تعداد راکم سوی دی
په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ مو کلونو کي د مهاجرينو تر هجوم وروسته اوس بیرته جرمني ته لږ کسان راځي. دا بیا په خپل نوبت سره د هغوی مصارف هم راکموي. لکه څنگه چي په ویسباډن کي د احصایېې مرکزي دفتر خبر ورکړی دی، د ۲۰۱۷ م کال په پای کي فقط ۴۶۸ زره پناه غوښتونکو دولتي کومکونه اخیستل، چي دا د یوه کال دمخه په نسبت ۳۰ فیصده کم ول.
امریکا او چین نوي متقابل گمرکي جزايي تدابیر وضع کوي
د امريکا او چین تر منځ تجارتي جنگ یوې نوي مرحلې ته ورداخلیږي. تر هغه وروسته چي پرون پنجشنبه واشنگټن د ۱۶ ملیارډو ډالرو په ارزښت گمرکي جزايي تدابیر وضع کړل، پیکینگ هم په عین حجم پر امریکا باندي متقابل گمرکي جزايي تدابیر وضع کړل.د دنیا دغه دواړه لوی اقتصادي قدرتونه د څو میاشتو راهیسي یودبل پرضد گمرکي جزايي تدابیر وضع کوي. ځکه نو بیا د یوه نوي اقتصادي بحران د رامنځته کیدو څخه تشویش مخ پر ديریدو دی.