مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د کوریا په جنگ کي وژل سوي امریکايي عسکر، هاوای ته انتقال سوي
د کوریا په جنگ کي د اوربند تر امضأ کیدو تقریبأ ۶۵ کاله وروسته د وژل سوو امریکايي عسکرو هډوکي امریکا ته انتقال سوي دي. د ۵۵ عسکرو تابوتونه، چي په دوو امریکايي نظامي طیارو کي انتقال سوي او په امریکايي بیرغونو باندي پوښل سوي وه، د جمهوررييس د معاون مایک پېنس له خوا د مراسمو په ترځ کي تسلیم سول. جمهوررييس دونالد ترمپ د همدې کبله د شمالي کوریا د واکمن کیم یونگ اون څخه مننه کړې ده.
د زیمبابوې حکومت مظاره کوونکو ته خبرداری ورکړی دی
په انتخاباتو کي د شکمني جعل کاریو پرضد تر تشدده ډکو احتجاجونو وروسته د زیمبابوې جمهوررييس ایمرسن ایم نانگاوا د رامنځته سوو پيښو بې طرفانه تحقیقاتو وعده ورکړې ده. په دغو احتجاجو کي درې کسان وژل سوي هم دي. د کورنیو چارو وزیر اوبرت ټاگه، اپوزیسون ته د نوو اعتراضونو څخه خبرداری ورکړی دی. د انتخاباتي کمیسيون په حواله حکومتي څانو حزب پارلماني انتخابات گټلي دي، خو اپوزیسون په هغه کي د جعلکاریو تور لگوي.
اسرائیل، غزې ته د گازو او پطرولو لیږلو سرحد تړي
اسرائیلو خبر ورکړی دی، چي غواړي د غزې تراډې ته د کېریم شالوم د گازو او بنزینو لیږلو سرحد وتړي. ددفاع وزیر اویگدور لیبرمن د هغه دلایل د اسرائیلو سره په سرحد کي د تندلارو فلسطینیانو دوامداره کشمکشونه بللي دي. فلسطینیان له اوونیو راهیسي په تکرار سره اور اچونکي الوتونکي اژدهاران پر تړل سوو سرحدونو باندي ورپورته کوي. په دې ډول سره هغوی په اسرائیلو کي مځکو ته اورونه اچوي.
په کابل کي درې خارجیان وژل سوي دي
په افغانستان کي درې خارجیان تښتول سوي او بیا وژل سوي دي. لکه څرنگه چي د کابل د پولیسو یوه ویاند فرانس پرس خبري آژانس ته وویل، هغوی گومان کوي، چي دا یوه ترهگري واقعه ده. وژل سوي کسان، یو یې د مقدونيا، بل یې د هندوستان او دریم یې د مالیزیا تبعه دی. هغوی د کابل د هوايي میدان سره نژدې تښتول سوي وه. هغوی په مختلفو خیریه مؤسسو،مکتبو، روغتونو او نورو کي د اشپزانو په توگه کار کاوه.
د امریکا او ترکیې ترمنځ ډیپلوماتیک بحران د رامنځته کیدو په حال کي دی
د امريکا او ترکيې د امریکايي راهب اندریف برنسَن پر سر شخړه ډیپلوماتیک بحران ته ورغزوي. داسي چي د ترمپ حکومت پر دوو ترکي وزیرانو باندي تعزیرات وضع کړي دي، کومو چي د امریکا په حواله یې ددغه راهب په نیولو کي لاس درلود. د ترکیې خارجه وزارت بیا د متقابلو تدابیرو تهدید کړی دی. برنسَن د ۲۰۱۶م کال په اکتوبر کي نیول سوی ؤ او وروسته په ترهگرۍ کي د لاس درلودلو په سبب په ترکیه کي ورباندي تعلیقي حبس نافذ سو.
اقلیم پوهانو د مځکي د ژر گرمیدو خبراداری ورکړی دی
په ۱۹پیړۍ کي د هوا حالاتو له ثبتولو راهیسي تیر څلور کلونه تر ټولو گرم کلونه وه. داسي چي ۲۰۱۷م کال دریم ډیر گرم کال ؤ. دغه خبره د اقلیم ساتني امریکايي ادرې په خپل کلني رپوټ کي تائید کړې ده. پردغه رپوټ باندي چي د ۶۵ هيوادو ساینس پوهانو کار کړی دی، د مځکي د لا ډیر ژر گرمیدو پروسه یې تایید کړې ده. د نورو ترڅنگ دگل خانه اي گازونو تمرکز، لکه کاربن ډای اکسایډ او میتان گاز یوه نوي لوړ حد ته رسیدلي دي.