مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
ميرکل یووار بیا له امریکا سره پر ملگرتیا ټینگار وکړ
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل منلې ده، چي د دونالد ترمپ پواسطه د امريکا متحده ايالاتو د جمهوري ریاست د مقام تر اشغالولو وروسته بين المللي گډ کار سخت سوی دی.دې د یوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال وویل، چي د امريکا سره گډ کار د جرمني دپاره بیا هم مرکزي اهمیت لري. د میرکل په خبره دا غواړي د امریکا سره د مشکلاتو د گډ حل کوښښ وکړي، چي که څه هم ترمپ په خپلو وروستیو اظهاراتو کي اروپايي ټولنه «دښمنه» بللې ده.
په اسراییلو کي د اوربان سفر پای ته ورسیدئ
اسراییلو ته د هنگري د صدراعظم ویکتور اوربان د لمړني سفر په آخره کي هغه د بیت المقدس د یهودانو مقدس دیوال ته ورغلی. د اسراییلو له صدراعظم بنيامين نيتانياهو سره د لیدني پروخت اوربان د پنجشنبې په ورځ وويل، چي په هنگري کي د یهودیت ضد له پاره هیڅ زغم وجود نه لري. نيتانياهو بیا په خپل نوبت سره اوربان د اسراییلو د «یوه واقعي دوست»په توگه وباله او له هغه څخه یې په پخوانیو وختونو کی هم ملاتړ کړی دی.
د اروپايي ټولني د بحري ماموریت «سوفیا» پر سر شخړه
د يوې ورځپاڼي د رپوټ په حواله ایټالیا نور نه غواړي په آینده کي د اروپايي ټولني د بحري ماموریت-«سوفیا» څخه هم هیڅ مهاجر و نه مني. المانۍ ورځپاڼي «دَ ویلټ»رپوټ ورکړی دی، چي دغه خبره د ایټالیا خارجه وزیر اینڅو ویرو د اروپايي ټولني د خارجي مسایلو مسؤلي فدریکا موگَریني ته کړې ده. ځکه نو د اروپايي ټولني د کمیټې د سیاسي او امنیتي کمیټې مسؤل سفیر د ژغورل سوو مهاجرو د وېش د یوه الټرناتیفي حل کوښښ کوي.
د شمالي کوریا اقتصاد له سخت رکود سره مخامخ دی
د شمالي کوریا پرضد د ملگرو ملتو تعزیراتو په تیرو کلونو کي دغه منزوي هیواد له سخت اقتصادي رکود سره مخامخ کړی دی. دغه رکود له تر۲۰ کلونو راهیسي سابقه نه لري. د جنوبي کوریا د مرکزي بانک د یوه رپوټ پر اساس ددغه هیواد ناخالص ملي عاید ۳،۵ فیصده راکم سوی دی. په ۲۰۱۶ م کال کی لا د شمالي کوریا اقتصاد ۳،۹ فیصده وده کړې وه. د بندیزونو پراساس شمالي کوریا نوره اجازه نه لري چي سکاره، ماهیان او ټوکران صادرکړي.
د ماکرا لانجمن امنیتي کارکونکئ د پولیسو سره بندي دی
د یوه مظاهره کونکي تروهلو ټکولو وروسته د فرانسې پولیسو د جمهوررييس ایمانوییل ماکرأ یو امنیتي کارکونکئ نیولی. د پاریس قضأ خبر ورکړی دی، چي ددغه کس څخه به دوهلو ټکولو د پيښي په هکله تحقیقات وسي. د الیزې ماڼۍ خبر ورکړی دی ، چه هغه یې د کارڅخه لیري کړی دی. د یوې ورځپاڼي په حواله د امنیتي مسایلو مسؤل دغه کس د مئ د اولي په مظاهره کي یو سړی وهلی دی، د کوم خبر چه همدغه اوونی افشأ او سخت نفرت یې راوپاراوه.
وتس اپ په هندوستان کي د خپلو پیغامونو پرلیږلو محدودیت وضع کړی دی
په هندوستان کي د یوه سلسله بې محاکمو یا صحرايي محکمو تر پیښو وروسته ، وتس اپ د پیغامونو لیږل په امتحاني ډول محدود کړي دي. ددغه محدودیت سره به ټوله هغه کارونکي مخامخ وي، کوم چي په فېس بوک پوري مربوط مسینجر د امکاناتو څخه استفاده کوي. د محدودیت دلیل په همدې کال هغه ډيري پیښي دي، د کوم پراساس چي په وتس اپ کي د کوچنیانود تښتونو په باب غلط خبرونه ددې سبب سوي وه، چي ډیر کسان ووهل او حتی ووژل سي.