مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
مکرون: کمیساري باید د مهاجرو د تجمع مرکزونو پلانونه وړاندي کړي
د فرانسې جمهور رييس ایمانوییل مکرون، د مهاجرو د یوې بستې په هکله د یووالي په سبب مثبتي څرگندوني کړي دي. مکرون په بروکسل کي همدارنگه وویل: «دا ښکاره خبره ده چي د اروپايي ټولني د باندي د مهاجرو د تجمع مرکزونه د جوړولو پر وخت باید د هیوادونو د حاکمیت حق په نظر کي ونیول سي. اوس نو باید د اروپايي ټولني کمیساري د دغو مرکزونو د جوړولو پلانونه وړاندي کړي.
اروپايي ټولنه غواړي د روسیې پر ضد اقتصادي بندیزونه تمدید کړي
د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشرانو په بروکسل کي د خپلي سرمشریزي پر مهال د روسیې پر ضد د اقتصادي بندیزونو پر تمدید باندي موافقه وکړه. د اروپايي ټولني شورا خبر ورکړ چي د اوکراین د شخړي په سبب وضع سوي دغه بندیزونه به د نورو شپږو میاشتو دپاره هم تمدید سي. شورا د هغه دلیل په شرقي اوکراین کي د جنگونو د پای ته رسیدو په خاطر د روسیې له خوا د منسک د تړون د نه عملي کولو اراده، ښولی دی.
شټاین مایر د نازي آلمان له خوا د وژل شویو کسانو د یادون په مراسمو کې ګډون وکړ
د آلمان جمهوررييس فرانک والټر شټاین، مایر په سپینه روسیه کي د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کي د نازي آلمان له خوا د یهودانو او شوروي چریکانو د وژل کیدو په مناسبت د یوه یادگاري څلي د پرانیستلو په مراسمو کي برخه واخیسته. شټاین مایر وویل: «اوس د دې وخت رارسیدلی دی چي سپینه روسیه د پخواني شوري اتحاد د سیوري څخه راووزي او د یوه مستقل دولت په حیث چي خپل تاریخ لري، اوسنۍ او اینده زمانې ته ورداخل سي.»
دویچه بانک د امریکا د سترېس په دوهمه ازموینه کي ناکامه سو
دویچه بانک د امریکا د مرکزي بانک د «سترس تست» د آزموینې په دویمه برخه کي ناکامه شو. دغه بانک د ۳۵ سازمانو په ډله کي یوازینی بانک وو چې په دې آزموینه کې ناکامه شو. په واشنگټن کي د امریکا پیسه چاپونکي مرکزي بانک، فدرل ریزرف سرویس - US-Notenbank Federal Reserve خبر ورکړ، چي د جرمني دغه لوی بانک «ډیري نیمگړتیاوي» لري. خو دویچه بانک بیا د دغي آزمویني اوله مرحله په کامیابۍ سره تر سره کړې وه.
په عراق کي په مرگ محکوم سوي ۱۲ اسلامپاله اعدام سول
د عراق صدراعظم حیدر العبادي په مرگ د محکوم سوو ۱۲ اسلامپالو دسمدستي اعدام امر صادر کړ چې نن اعدام سول. دغه اعدامونو ته د داعش په محبسونو کي د بندیانو د وژل کیدو په مقابل کي د غچ اخیستني په سترگه کتل کیږي. د همدې کال په اپریل میاشت کي د عدلي مقاماتو څخه ویل سوي ول، چي ۳۰۰ کسان د هغې جملې څخه ډیر خارجیان هم د داعش سره د ارتباط په تور په اعدام محکوم سوي دي.
په بالي کې درې هوایي ډګرونه بند سوي
د اندونیزیا په تفریحي جزیره بالي کي یو نړیوال او دوه نور هوايی میدانونه د اورغورځونکي غره څخه د ایرې راغورځیدو په سبب تړل سوی دي او امکان لري تر نن ماښام پوري همداسي تړلی پاته سي. ۴۵۰ پلان سوي پروازونه لغوه سوي دي چي له کبله یې تقریبأ ۷۵۰۰۰ مسافر اغیزمن سوي دي.