مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
میرکل او شټاین مایر د کولمبیا د سیلابونو دقربانیانو سره غم شریکي ښکاره کړه
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل د کولمبیا د سیلابونو دقربانیانو سره خپله غمشریکي ښکاره کړې ده. د حکومت یوه ویاند په برلین کي وویل، چي صدراعظمه د کولمبیا د سیلاب ځپلو سیمو د تصویرونو د لیدو او خلگو د بې حده ډیر کړاو څخه ډیره ناارامه ده. جمهوررييس فرانک والټر شټاین مایرهم ددغه طبیعي آفت څخه خوابدي ښکاره کړې ده. د سختو سیلابونو او مځکي ښویدونو له کبله په«ماکوأ» ښار کي تر ۲۵۰ اضافه انسانان وژل سوي دي.
متحد گوندونه غواړي فامیلي سیاست دخپلي انتخاباتي مبارزې موضوع وگرزوي
د جرمني متحد گوندونه د سوسيال مسيحيانو د مشراو بایرن ایالت د صدراعظم زې هوفر په خبره غواړي فامیلي سیاست دخپلي انتخاباتي مبارزې مهمه موضوع وگرزوي. هغه یوې المانۍ ورځپاڼي ته ویلي دي،چي پردې موضوع یې د انګيلا ميرکل سره خبري کړي دي. ورځپاڼه د زې هوفر په حواله لیکي، چي د کوچنیانو دپاره د مالیاتو راکښته کیدل، دوړکتونو د فیسونو تدریجي له منځه وړل او د کورنیو د اجتماعي بیمو تخفیفونه په نظرکي نیول سوي دي.
گابرییل پرمتحدو گوندونو باندي دمشکوکي انتخاباتي مبارزې تور لگولی دی
د جرمني خارجه وزیر زیگمار گابرییل پرمتحدو گوندونو باندي دمشکوکي انتخاباتي مبارزې تور لگولی دی. د سوسيال ډيموکراټانو دغه پخواني رهبر ویلي دي، چي مسيحي دموکراټان او سوسيال مسيحيان د یوې خوا د ملیارډو یورو مالیاتو د راکښته کیدو وعده ورکوي او په عین حال کي بیا د فامیلیو، تعلیم وتربیې او دفاعي چارو په برخه کي دډیرو مصارفو خبره کوي. خو دغه ټولي وعدې به تر پارلماني انتخاباتو وروسته عملي نسي.
پاکستان: د صوفیانو پر یوه زیارت باندي په حمله کي شل کسان وژل سوي دي
په پاکستان کي د صوفیانو پر یوه زیارت باندي په حمله کي شل کسان وژل سوي او څلور نور سخت ټپیان سوي دي. دپنجاب پولیسو خبر ورکړی دی، چي هغوی دڅو کسانو لخوا په چړو او سوټو باندي وهل سوي دي. د پولیسو په حواله درې شکمن کسان نیول نیول سوي دي، چی یو یې پخپله د زیارت متولي دی. دغه سړي ویلي دي، بیره یې درلوده، چي د هغوی لخوا وژل کیږي،ځکه یې نو هغوی ووژل.
ایکوادرو نوی جمهوررييس انتخابوي
د چپي جمهوررييس «رافاییل کوریا» تر لس کلني دورې وروسته به نن په ایکوادرو کي د نهايي انتخاباتو پرمهال یو نوی جمهوررييس انتخاب سي. د تقریبأ ۱۲،۸ ملیونه مستحقو کسانو څخه غوښتل سوي دي ، چي د کوریا د پخواني معاون «لینین مورینو» او محافظه کار اپوزیسوني رهبر «سیلرمو لاسو» تر منځ یو انتخاب کړي.
د جرمني د پرمختيايي چارو وزير ایتوپیا ته په سفر تللی دی
د جرمني د پرمختيايي چارو وزيرگېرد میولر ایتوپیا ته تللی دی، چيري چي په اوس وخت کي په ملیونو انسانان دغذايي موادو کومکونو ته محتاجه دي. شرقي افریقا اوس د سختي وچکالۍ سره مخامخ ده،کومه چی د پنځوسو کلو راهیسي سابقه نلري. یوازي په ایتوپیا کي تقریبأ ۵،۶ ملیونه انسانان د لوږي سره مخامخ سوي دي. میولر وویل، چي که څه هم دغه هیواد ډیر تیاری یې نیولی دی،خو بیا هم هغه کفایت نه کوي.