مهم او لنډ خبرونه په متن او انځور کي
د سيمي او نړۍ مهم او لنډ خبرونه د آلمان ږغ ډويچه وېله څخه دلته په متن او انځور کي کتلای سئ
په هلمند کي یو امریکايي عسکر وژل سوی دی
په هلمند کي د سړک د غاړي په یوه بم کي یو امریکايي عسکر وژل سوی او یو بل هم ټپي سوی دی. په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ویلي دي، چي کله چي دغو عسکرو غوښتل د افغاني قواوو سره کومک وکړي، موټر یې پر بم وربرابر سو. په دغه ولایت کي په وروستیو اوونیو کي د طالبانو او امنیتي قواوو تر منځ سخت جنگونه روان دي.
برلین او پاریس اروپا ته د مسافرینو راجستر کیدل غواړي
فرانسه او جرمني د شینگن ساحې ته د مسافرینو د ورداخلیدو او خارجیدو الکترونیکي راجستر کیدل غواړي. د جرمني او فرانسې د کورنیو چارو وزیرانو توماس دې میزېر او«برنارد کازنوه» په پاریس کي د خپلي لیدني کتني پر مهال غوښتنه وکړه،چي په دې هکله یو سیاسي تصمیم باید د۲۰۱۶ م کال تر پایه پوري ونیول سي. دواړو وزیرانو په اروپايي ټولنه کي دامنیت تقویه کولو پخاطر نور وړاندیزونه هم وکړل .
فرانسې د ترهگری په شک ډیر کسان نیولي دي
فرانسوي امنیتي چارواکو د حکومتي منابعو په حواله په تیره اوونی کي د ترهگرۍ په شک ۷ کسان نیولي دي. د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارد کازنوه خبر ورکړی دی، چي دهغو لږترلږه درو تنو یې د یوې حملې پلان درلودی. خو دهغه جزییات یې ور نه کړل. د کازنوه په خبره امنیتي چارواکو په۲۰۱۶ م کال کي د یوکال مخکي په نسبت دترهگرۍ په شک په ښکاره ډول سره ډیر کسان په مؤقت ډول نیولي دي.
ترکيې د اطریش څخه خپل سفیر ورغوښتی دی
د اطریش سره د تشنج د رامنځته کیدو له کبله ترکيې دویاناڅخه خپل سفیر ورغوښتی دی. د ترکيې بهرنیو چارو وزیر «مولت چاوش اوغلو» ویلي دي، چي متأسفانه تر اوسه پوري د اطریش سره د گډ کار دلایل نور وجود نلري. په عین حال کي ده پر اطریش باندي تور ولگاوه،چي د کردي منع سوي حزب- PKK ملاتړ کوي. په ویانا کي د کردانو لخوا د شنبه په ورځ دترکیې پرضد یوه مظاهره تر سره سوې وه.
میرکل د جرمني د ترکی الاصله ترکانو څخه د وفادارۍ غوښتنه وکړه
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل په دغه هیواد کي د ترکی الاصله ترکانو څخه د وفادارۍ غوښتنه وکړه. میرکل د «روهر» ورځپاني ته ویلي دي،چي«د ترکی الاصله ترکانو څخه چي دډیره وخته راهیسي په جرمني کي اوسیږي،موږ انتظار لرو،چي هغوی ددغه هیواد سره وفادارۍ ته ډیره وده ورکړي. ددې په مقابل کي حکومت کوښښ کوي ، چي د ترکي اتباعو غوښتنو ته غوږ ونیسي او ورباندي پوه سي.»
د بوکوحرام مشر شیکاو په هوايي بمباریو کي ټپي سوی دی
ویل کیږي ،چي په یوه هوايي بریدکي د اسلامي تندلاري سازمان ، بوکوحرام رهبر «شیکاو» سخت ټپي سوی دی. دغه خبر د نایجریا پوځ ورکړی دی. د هغوی په خبره پر دې سربیره ددغي ډلي نور مهم کسان وژل سوي هم دي. د پوځ د معلوماتو پراساس دغه حمله د تیري جمعې په ورځ لا د بورنو د ایالت په ځنگلي ساحه کي تر سره سوې ده. د نایجریا پوځ په پخوانیو وختونو کي هم څو واره د شیکاو د وژل کیدو اعلان کړی ؤ.