«مهاجرین د اعتماد د له منځه تلو عاملین نه دي»
۱۳۹۷ آبان ۲۸, دوشنبهد جرمني د ویستفالن د پروتستانت کلیسا مشري، انیته کورشوس له دې څخه خبرداری ورکړ، چي«یوازي د مهاجرو راتگ په سیاست او ټولنه کي د اعتماد د له منځته تلو او بحران رامنځته کیدو سبب گرځیدلئ دی.»
د پروتستانت کلیسا مشري د یکشنبې ورځي په ماښام د نورد راین ویستفالن ایالت په بیلیفیلډ ښار کي وويل، چي که مهاجر «د ټولو هغو مسایلو، چي زموږ په ټولنه او زموږ په اقتصادي، تعلیمي او اجتماعي سیسټم کي په ښه ډول سره پرمخ نه ځي او تغیراتو ته ضرورت لري، یوازني مسؤلین وبلل سي، بیا نو دا ډیري تاواني او له حقیقت څخه لیري خبري دي».
انیته کورشوس کورس همدارانگه وویل، چي د ډیرو کسانو له پاره مهاجرین په ټولنه کي د بې اطمینانۍ، شک او تردید، بې عدالتۍ او پریشانۍ د رامنځته کیدو سبب گرزېدلي دي.
اکثره هغه کسان چي د ۲۰۱۵م کال په مني کي د زرونو مهاجرو راتگ ته په انتقادي سترگه سره گوري او ښې خاطرې ترې نه لري، باید پوه سي چي د اجتماعي پرابلمونو عوامل په نورو شیانو کي پراته دي. له هغې جملې څخه په «نامعلومه اقتصادي سیاست، د انرژۍ د یوه غیر معقول سیاست پر مخ بیولو او د غربي هیوادونو له خوا د خونړیو جنگونو او نظامي عملیاتو په پرمخ بیولو کي».
پاته دي نه وي چي حتی د جرمني د کورنیو چارو وزیر هورست زېهوفر د روان کال د سپټمبر میاشتي په سر کي مهاجر د «ټولو مشکلاتو مور بللې وه».
زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 09.07.2018)